د نجونو پر پتلون د هنديانو لانجې

Image caption د جمعې پر ورځ د یسوداس د دغو خبرو پر ضد په ټویټر ویبپاڼه کې کمپاین پیل شو.

د هند په سوېلي ایالت کېرالا کې د ښځو د حقونو ډلو د دغه هېواد د نامتو سندرغاړي کی جی یسوداس پر دې خبره چې ښځې دې پتلون نه اغوندي نیوکې کړې دي.

دغه سندرغاړي ویلي چې پتلون اغوستل د "هندي کولتور خلاف کار دی" او د ناوړه کړنو لامل کېږي.

نوموړی د هندي کلاسیک او مذهبي سندرو ویلو لپاره شهرت لري او د موسیقۍ ګڼې درنې جایزې یې ګټلې دي.

خو د نجونو د پتلون په اړه د دغه نظر پر ضد یې څو ډلو د کېرالا ایالت مرکز ترېون ډرم کې لاریونونه وکړل.

دغه سندرغاړي د موسیقۍ د زده کونکو یوې ډلې ته ویلي:

"ښځې باید د پتلون په اغوستلو نور خلک ناارامه نه کړي. تاسې باید معتدل کالي واغوندئ او د سړو په څېر کړنې و نه کړئ".

نوموړي همدا راز ویلي:

"که تاسې پتلون وا غوندئ نو د نورو پام ځان ته را جلبوئ....ځان ته خلکو د پام را اړولو لپاره دا کار مه کوئ ځکه ښايي د یو ناوړه عمل لامل شي".

ځینو نارینه زده کونکو یې د دغو خبرو هر کلی وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "هر څه چې باید پټ وي باید پټ شي. موږ د پټو شوو قدر کوو او دا زموږ کولتور دی".

خو د جمعې پر ورځ د یسوداس د دغو خبرو پر ضد په ټویټر ویبپاڼه کې کمپاین پیل شو.

ډېرو د سندرغاړي پر دغو خبرو نهیلي او غوصه وښوده خو ځینو بیا د نوموړي د دغه دریځ ملاتړ هم وکړ.

فعالې کویتا کریشنن ویلي دغه سندرغاړی ښځو ته د ځان پټولو د خبرو پر ځای باید خپلې سترګې پټې کړي.

خو یو شمېر خلکو بیا داسې ټویټونه هم کړي چې ګواکې نوموړي یوازې د هندي کولتور او عنعنو ملاتړ کړی دی.

د ټویټر یو کارونکي شیام ټویټ کړی چې یسو داس د خپل نظر د څرګندولو حق لري او نوموړی یې "یو مشر او پوه سړی" بللی.

د کانګریس او کمونیست ګوندونو ښځینه غړو د نوموړي د دغو خبرو غندنه کړې او له سندرغاړي یې غوښتلي چې خپلې خبرې بېرته واخلي او په دې اړه بښنه وغواړي.

د کانګریس ګوند بېندو کریشنا ویلي د دغه سندرغاړي خبرې "خامې" او "مبتذلې" دي.

د پارلمان غړې سیما ویلي چې د یسو داس خبرې بې لارې کونکې او د ښځو د حقونو په برخه کې د کېرالا ایالت لاسته راوړنو ته په سپکه سترګه د کتولو په مانا دي.

اغلې سیما بي بي سي ته وویل:

"دا ډېره ټکان ورکونکې خبره ده! که له کولتوري پلوه د ده په څېر یوه پېژندل شوې څېره دغه ډول خبرې کوي نو زه فکر کوم زموږ په ټولنه کې جدي ستونزې شته".

ورته مطالب