"بریتانیا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي"

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي کامیرون لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی دی چې په افغانستان کې د نوي مشرتابه له راتګ وروسته افغانستان ته راځي

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون په کابل کې له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره يوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل له ۲۰۱۴ وروسته به يوازې ۷۴ بريتانوي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي چې دنده به يې د افغان ځواکونو روزنه او هغوی ته سلا مشوره ورکول وي.

ښاغلي کېمرون ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو سياسي او مالي مرستو ته دوام ورکړي.

ده وويل چې هیواد به ېې تر ۲۰۱۷ کال پورې هر کال له افغانستان سره ۱۷۸ میلیونه پونډه مرسته کوي.

د بريتانيا لومړي وزير وويل، يوازې د دې لپاره افغانستان ته راغلي يو چې زموږ خپل هېواد له خطر سره مخامخ و او موخه دا وه چې افغانستان د القاعدې پر ځاله بدل نه شي.

ولسمشر اشرف غني د بريتانیا له مرستو مننه وکړه او د روزنې او مرستې پروګرام یې په افغانستان کې د بريتانیا د یوه ښه او ګټور پروګرام په توګه یاد کړ.

ښاغلي احمدزي پر سوله ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې سوله د افغانانو غوښتنه ده هغه د سیمې په کچه د سولې لپاره د یوه تفاهم په رامنځته کولو ټینګار وکړ چې ځواکمن هیوادونه یې ملاتړ وکړي.

ښاغلي کامیرون لومړنی بهرنی لوړ پوړی چارواکی دی چې په افغانستان کې د نوي مشرتابه له راتګ وروسته افغانستان ته راځي.

ښاغلي کامیرون وویل، هیواد یې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی او یو شمیر برتانوي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان ځواکونو د روزلو لپاره پاتې شي.

د افغانستان نوي حکومت د خپل لومړي کارونو په ترڅ کې له امریکا او ناټو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

که څه هم په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو شمېر لا کره نه دی، خو ويل کېږي شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري به يې دغلته پاتې شي.

په دغه تړون له تېرو دوو کلونو راهيسې خبرې روانې وې، چې په پايله کې مشورتي لويې جرګې په پراخ اکثريت تاييد کړ.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله دواړو د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پرمهال ويلي وو، چې د برياليتوب پرمهال له امريکا سره امنیتي تړون لاسليکوي.

امريکا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون نه وي امريکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې نه شي.

د امنيتي تړون يوه تر ټولو لانجمنه موضوع په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قضايي مصونيت و، چې افغان لوري هڅه کوله دغه مصونيت و نه مني، خو امريکا تر پايه پرې ټينګار وکړ.

ورته مطالب