امریکا پر ویتنام لګېدلي ځیني تسلیحاتي بندیزونه لغوه کړل

د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویانده جن ساکي وايي، د هېواد تازه پرېکړه یې له چین سره هېڅ تړوا نه لري

د امریکا او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ واشنګټن کې سره ولیدل.

امریکا ۳۰ کاله وروسته له ویتنام سره د مرستو په موخه د ویتنام د سمندري پولو د امنیت ټینګولو لپاره پر دغه هېواد ځینې تسلیحاتي بندیزونه له منځه وړي.

د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا او ویتنام د بهرنیو چارو وزیرانو سره ولیدل چې د دغه لیدنې په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، دغه پرېکړه یوازې د هغو تسلیحاتو د پلورلو په اړه شوې چې له سمندري پولو نه په دفاع کې کارېږي.

کارپوهان وايي، امریکا دغه بندیزونه د چین په جنوبي سمندر کې د چین له اقداماتو سره د مقابلې په موخه لغو کړي، خو امریکايي چارواکي دغه خبرې ناسمې بولي.

امریکا په ۱۹۸۴ کال کې پر ویتنام تسلیحاتي بندیزونه ولګول خو خپل سیاسي اړیکي یې له ۱۹۹۵ کال نه یعنی د ویتنام د شخړې له پای ته رسیدو ۲۰ کاله ورورسته له دغه هېواد سره پیل کړي.

همدا اوس ویتنام او د سويل ختیځې اسیا یو شمېر هېوادنه له چین سره د چین په سوېلي سمندر کېد پولې پر سر شخړو کې ښکېل دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزرات ویانده جن ساکي وايي، د هېواد تازه پرېکړه یې له چین سره هېڅ تړوا نه لري.

د میرمن ساکي په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خپل ویتنامي سیال سره د کتنې پر مهال د دغې پرېکړې خبر وکړ.

د امریکايي چارواکو په وینا، ویتنام کې یې د بشري حقوقونو وضعیت ته په کتو یې دغه پرېکړه کړې.

د امریکا او ویتنام ترمنځ اړیکي په تېرو دوو لسیزو کې په تدریجي ډول ښه شوي دي او د دوی ترمنځ سوداګریزې را کړې ورکړې ۲۰ میلیارد ډالرو ته رسیدلې.

د ویتنام په جګړه کې چې له ۱۹۵۵ تر ۱۹۷۵ کاله یې دوام درلود ۳ میلیونه ویتنامیان او ۵۸ زره امریکا يي سرتېري ووژل شول.

ورته مطالب