شمالي او جنوبي کوریا خبرو ته غاړه ایښې

د انځور حقوق AP
Image caption دا له فبرورۍ راوروسته لومړی ځل دی چې دواړو غاړو خبرو اترو ته غاړه ايښې.

د جنوبي کوریا له پلازمینې سیول نه راپورونه وايي چې شمالي او جنوبي کوریا پتییلې چې د لوړې کچې دېپلوماتیکي خبرې اترې بېرته پیل کړي.

د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې د ۲۰۱۴ کال په فبروري میاشت کې ځنډول شوې وې.

دغه هوکړه وروسته له هغې شوې چې د شمالي کوریا چارواکي د اسیايي لوبو د پای مراسمو کې د ګډون لپاره جنوبي کوریا ته ولاړل.

د دوی دغه ګام د ډېرو لپاره حیرانوونکی و.

په دغه سفر کې د شمالي کوریا د حکومت دوه لوړ پوړي چارواکي هم و چې د دغه هېواد مشر کېم جانګ –اون ته نژدې بلل شوي.

هوانګ پیانګ سو چې په شمالي کوریا کې دویم ځواکمن سړی بلل کېږي له خپل سیال ریو کېلجای سره د جنوبي کوریا انچیون ښار ته د خپل سفر پر مهال وليدل.

دواړو غاړو په دې هوکړه کړې چې په راتلونکو څو اونیو کې به رسما خبرو اترو ته سره کېني.

ښاغلی هوانګ د کوریا د خلکو په پوځ کې تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی.

دا تر اوسه په ډاګه نه ده چې په دغه ناسته کې پر څه بحث وشو او دواړو غاړو هم رسنیو سره له خبرو ډډه کړې.

ورته مطالب