کامېرون: د الن هنېنګ وژنه په هېڅ ډول د بښنې نه ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما د الن هیننګ وژنه غندلې

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون د اسلامي دولت په نامه ډلې له خوا د بریتانوي الن هنېنګ وژنه ناوړه عمل بللی او ویلي یې دي چې دا کړنه په هېڅ ډول د بښنې نه ده.

تر دې وړاندې د اسلامي دولت په نامه سخت دریځې وسله والې ډلې یوه ویډیو خپره کړې، چې داسې ښکاري د الن هېنېنګ په نامه یو بریتانوي یرغمل شوي وګړي نه د سر غوڅول پکې ښوول کېږي.

ښاغلی هېنېنګ د شمالي انګلستان یو اووه څلوېښت کلن ټیکسي چلوونکی دی.

نوموړی په تېرې دسمبر میاشتې کې په داسې حال کې نیول شوی و، چې په سوریې کې یې کډوالو ته د مرستې رسونې په یوه کاروان کې برخه اخېستې وه.

دغې وسله والې ډلې د عراق او سوریې ځېنې سرحدي سیمې لاندې کړې او وار له مخه یې دوه امریکايي خبریالان جیمز فولي او سټیفن ساټلاف له نیولو وروسته وژلي دي.

پر دې سربېره دوی د ډیویډ هاینس په نامه یو سکاټلینډی کارکوونکی هم وژلی دی.

تر دې وړاندې د جان کانتلي په نامه د یوه بل بریتانوي یرغمل شوي وګړي پلار د خپل زوی د خوندي راستنېدنې غوښتنه وکړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د الن هیننګ وژنه غندلې او د نوموړي وژنه یې د هغه کورنۍ، سوریې او د انګلستان وګړو ته یوه لویه ضایعه بللې ده. نوموړي ویلي، چې له خپلو نړیوالو ملګرو سره به یو ځای کار وکړي چې دغه مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.

د هغې خیریه ټولنې مشر چې الن هېنېنګ ورسره کار کاوه د نوموړي وژنه یو وحشیانه عملل بللی او ویلي یې دي چې دې پېښې هیښ کړی دی. د رمضان خیریه ټولنې مشر محمد شفیق وویل، چې دا د نړۍ پر ټولو ښو خلکو برید دی.

نوموړي الن هېنېنګ د بریتانیا اتل وباله او ویې ویل، چی دی د نوموړي ژوند ته چې د نورو د مرستې لپاره یې له لاسه ورکړ درناوی کوي. د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامېرون وویل، دا ښکاره ده چې د اسلامي دولت ډلې ظلم هیڅ اندازه نه لري.

نوموړي وویل، چې بریتانیا به هر هغه څه وکړي چې په وس یې پوره دي چې دغه وژونکي پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې لخوا د خپرې شوې ویډیو په پای کې یو امریکايي یرغمل شوی وګړی هم ښوول شوی چې پخوا یې په اړه مالومات نه وو.

اوس د دغه کس نوم پیټر کاسېګ ښوول شوی چې د سوریې په جګړه کې د ټپي شویو وګړو د بېړنیو روغتیايي مرستو لپاره یې یو سازمان جوړ کړی و.

نوموړی تېر کال په سوریې کې په داسې حال کې نیول شوی و، چې په یوه امبولانس کې یې سفر کاوه.

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلی هېنېنګ د شمالي انګلستان یو اووه څلوېښت کلن ټیکسي چلوونکی دی

د نوموړي کورنۍ په یوه ویناپاڼه کې د وژل شوي بریتانوي وګړي د کار او مرستندویه هڅو ستاینه کړې او له نړیوالو یې غوښتي چې د نوموړي د کورنۍ او د دوی د خپل زوی او په منځني ختیځ او ټوله نړۍ کې د نورو بې ګنا بندیانو د راخوشې کېدو لپاره دعا وکړي.

له بله پلوه، د سوریې سرحدي ښارګوټی کوباني باندې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د جنګیالیو لخوا سخت او پرله پسې بریدونه روان دي.

د پولې په ترکۍ غاړه کې د بي بي سي یو خبریال وايي، د دغه ښارګوټي په ختیځه څنډه باندې یې په پرله پسې ډول د توغندیو د لګېدو غږونه اورېدلي او همداراز د سپکو او درنو وسلو ډزې هم اورېدل شوې دي.

ویل کېږي، چې د اسلامي دولت جنګیالي له دغه ښارګوټي سره تر یوکیلومتر کم واټن لري. د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ویلي، د ده هېواد به تر خپل وسه هڅه وکړي، چې کوباني ښارګوټی د اسلامي دولت ولکې ته و نه لوېږي. له بله پلوه د سوریې حکومت ویلي، په دغه هېواد کې به د ترکیې لخوا هر راز پوځي مداخله یو تېری وي.

د انځور حقوق b
Image caption د اسلامي دولت ډلې د الن هېنېنګ په نامه یو بریتانوي یرغمل شوي وګړي نه سر غوڅ کړی

ورته مطالب