مکسیکو کې ډله ییز قبر موندل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو ۲۲ افسران پر زده کوونکو د ډزو پېښه کې د لاس لرلو په شک ونیول.

د مکسېکو په مرکزي ښارګوټي ایګوالا کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی.

په دغه سیمه کې څه باندې یوه اونۍ وړاندې له پولیسو سره تر یوې شخړې وروسته دري څلوېښت زده کوونکي ورک شوي وو.

د عدلي طب کارپوهان هڅه کوي، چې دا مالومه کړي، چې په دې کنده کې موندل شوي مړي د تري تم شویو زده کوونکو دي که نه.

د زده کوونکو دا ډله دغه ښارګوټي ته د کلیوالو ښوونکو سره د دوه ګوني چلن پر ضد یوه لاریون کې د برخه اخيستو لپاره ورغلې وه.

پولیسو وروسته د دوی پر بسونو ډزې کړې وې چې شپږ کسان پکې وژل شوي وو.

ورک شوي زده کوونکي وروسته په داسې حالت کې موندل شوي وو، چې د پولیسو په ګاډو کې په زوره ور اچول کېدل.

څارنوالان باور لري، چې د نشه يي توکیو هغو قاچاقوړونکو ډلو په دغه تاوتریخوالي کې ښايي لاس درلود چې د سیمه ییزو پولیسو په لیکو کې نفوذ لري.

خو تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې ایا موندل شوي مړي د هماغه زده کوونکو دي او که د بل چا.

پولیسو ۲۲ افسران پر زده کوونکو د ډزو پېښه کې د لاس لرلو په شک ونیول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه سیمه کې څه باندې یوه اونۍ وړاندې له پولیسو سره تر یوې شخړې وروسته دري څلوېښت زده کوونکي ورک شوي وو.

عیني شاهدان وايي، زیاتره ژغورل شوي زده کوونکي او ښوونکي دي، چې له تښتول کېدا مخکې د پولیسو موټرو ته په زور خېژول شوي.

تر اوسه ډېری له خپلو کورنیو سره له دې وېرې اړیکه نه شي نیولی، چې پر خپل ژوند وېرېږي.

په پیل کې، داسې باور کېده، چې ګني ۴۴ زده کوونکي ورک شوي، نه ۴۳.

ورته مطالب