د "اېل اي ډيز" پر اختراع د نوبل جایزه

Image caption فیزیک کې د نوبل جایزه درو جاپاني ساینس پوهانو ته ورکړل شوه.

سږ کال فیزیک کې د نوبل جایزه، درو جاپانیانو ته ورکړل شوې ده.

دوی اېل اي ډي یا د کمې انرژۍ سکرین کشف کړی دی.

د نوبل کمېټې وويل، اسامو اکاساکي، هېروشي امانو او د شوجي ناکامرو کشف د چارپیریال په ګټه او د لږې انرژۍ رڼا سرچینه ده.

پروفېسر ناکامورو چې دې زېري لپاره له خوبه را پاڅول شوی و وويل هېڅ باور یې نه کېږي.

د فیزیک په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکو د نومونو اعلان په سوډان کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وشو.

له ۱۹۰۱ کال نه راپدېخوا تر اوسه ۱۹۶ ساینس پوهانو فیزیک کې د نوبل جایزه ګټلې ده.

پاکستاني ساینس پوه عبدالسلام هم په ۱۹۷۹ کال کې د نوبل جایزه ګټلې وه.

ورته مطالب