اسپانیا کې یوه نرسه په ایبولا اخته شوې

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه دواړه مبلغین وروسته د ایبولا د ناروغۍ له کبله مړه شول

له لوېدیځې افریقا نه د باندې د ایبولا ناروغۍ په لومړنۍ مالومې شوې پېښې کې په هسپانیه کې یوه نرسه په دغې ناروغۍ اخته شوې ده.

دغې نرسې د هغو دوو تنو دیني مبلغینو درملنه کوله چې په سیمه کې د ناروغۍ له ور رسېدو وروسته خپل هېواد ته لېږدول شوي وو.

چارواکو ویلي، چې دغه مېرمنه د هغه ټیم غړې وه چې په ایبولا اخته د دوو هغو هسپانوي مبلغینو درملنه یې کوله، چې له سیمې نه هسپانیا ته راوړل شوي وو.

دغه دواړه مبلغین وروسته د ایبولا د ناروغۍ له کبله مړه شول.

دغې نرسې کې تېره اونۍ د ایبولا نښې، نښانې څرګندې شوې وې او اوس په مډریډ کې د طبي کارپوهانو تر درملنې لاندې ده. ویل کېږي د نوموړې حالت ښه ښودل شوي دي.

د هسپانيا روغتیا وزیرې، اناماتو منلې، چې د ایبولا دوو ناروغانو درملنه کونکې نرس په یاد ویروس اخته شوې.

د روغتیا وزیرې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د روغتیا وزارت او د عامه روغتیا کارکوونکي به د دغې ناروغې ښه درملنه وکړي او وايي د ټولو هېوادوالو د خوندیتوب لپاره به ګډې هڅې وکړي.

همدارنګه یو امریکایي عکاس اشوکا ماکپو چې لایبریا کې په ایبولا اخته شوی و د امریکا یوه روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.

نوموړی پینځم امریکایي دی چې د درملنې لپاره امریکا ته وړل کېږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، سپینه ماڼۍ په پام کې لري، د امریکا په هوایي ډګرونو کې به د هغو کسانو چې له لویدیځې افریقايي هېوادونو نه راځي لا ډېرې روغتیايي ازموینې تر سره شي. نوموړي همدارنګه وویل، چې د ایبولا د کابو کولو او کنترولولو لپاره پراخو نړیوالو همکاریو ته اړتیا ده.

د انځور حقوق EPA
Image caption انا ماتو: کله چې تېره اونۍ دغه نرس رخصت وه، د ناروغۍ نښې یې وجود کې څرګندې شوې

بل لور ته په سېرالیون کې یوه سیاستوال حکومت تورن کړی چې د ایبولا د وژونکې ناروغۍ د درملنې ځینې اړین توکي یې د پلازمېنې فري ټاون په یوه بندر کې ایسار کړي دي. د دې لپاره چې دولت یې د مالیې له ورکولو ډډه کوي خو د سېرالیون د روغتیا د وزارت ویاند دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې حکومت څو اونۍ وړاندې دغه پیسې ورکړې دي.

د ایبولا د وژونکې ناروغۍ له خپریدا تر اوسه شاوخوا ۳۴۰۰ کسان په ځانګړې توګه په لویدیځه افریقا کې وژل شوي دي.

ورته مطالب