د کیمیا نوبل جایزه د مایکروسکوپ څېړونکو وګټله

Image caption دغه درې تنه اوس د هغو ۱۰۵ تنو څېړونکو او ساینس پوهانو په لېست کې ورګډ شول چې له ۱۹۰۱ کال راهیسې یې د کیمیا په ډګر کې د نوبل جایزې ګټلي دي

په کيمیا کې د ۲۰۱۴ کال د نوبل جایزه هغو درو ساینس پوهانو ته ورکړل شوه چې د مایکروسکوپ د فعالیت په ښه والي کې یې ونډه لرله.

ایرېک بیتزېک، سټېفان هېل او ویلیم مورنر هغه درې څېړونکي دي چې له کلونو راهیسې یې د مایکروسکوپ د کیفیت په ښه کولو کار کړی او په خپله چاره کې تر ډېره بریالي شوي.

د دوی نومونه په سوډان کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په ډاګه شول.

د کیمیا د نوبل جایزې ګټونکي دغه درې ساینس پوهانو ته ۱.۲ میلیون ډالره جایزه هم ورکړل شوه چې په خپل منځ کې به یې سره وېشي.

دغه درې تنه اوس د هغو ۱۰۵ تنو څېړونکو او ساینس پوهانو په لېست کې ورګډ شول چې له ۱۹۰۱ کال راهیسې یې د کیمیا په ډګر کې د نوبل جایزې ګټلي دي.

د نوبل جایزې کمېټې ویلي چې ایرېک بیتزېک، سټېفان هېل او ویلیم مورنر هڅې او زیار د ستاینې وړ دی او د نوبل جایزه دوی ته د فلورېنس مایکروسکوپ په برخه کې د پرمختګ له امله ورکړل شوه.

د کمیټې مشر پروفيسور سوېن لایدېن وویل چې د دغو څېړونکو د کار له امله ده چې اوس موږ ډېر کوچني ذرات هم په ښه بڼه او ښه کیفیت کتلی او څېړلی شو.

پروفیسور ایرېک بیتزېک او ویلیم مورنر امریکایان دي او سټیفان هېل جرمنی دی.

ورته مطالب