م م وايي "کوباني" بايد د اسلامي دولت اورپکو له بريدونو وساتل شي

د انځور حقوق AFP

د سوريې لپاره د ملگرو ملتو ځانگړي استازي ويلي دي،چې نړيواله ټولنه اجازه نه شي ورکولاى، چې يو بل ښار دې هم د اسلامي دولت اورپکو لاس ته کيوځي .

استيفن دې ميستورا وويل نړيواله ټولنه بايد د ترکيې پولو ته ورڅيرمه د کوباني ښار د خلکو ملاتړ لپاره ځانگړي گامونه پورته کړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټفین ډي میسټورا وايي د کوباني په ښار کې کردانو له ځانه په زړوتیا دفاع وکړه خو لرې نه ده، چې دغه دفاع نوره کمزورې شي.

نوموړی وايي کردانو د اسلامي دولت د هاوانونو او ټانکونو ځواب په عادي وسلو ورکاوه او نړیوالې ټولنې ته په کار دي، چې د هغوی ملاتړ او دفاع وکړي.

د کردانو پراخې مظاهرې

دغه راز په استانبول او ځینو نورو ښارونو کې کردانو مظاهرې وکړې او د ترکیې له حکومت یې د کوباني د دفاع په خاطر د مداخلې غوښتنه وکړه.

پولیسو د مظاهره چیانو د خپرولو لپاره له اوښلن ګاز کار واخیسته، چې په ترڅ کې یې د نهو کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی.

دغه راز په بروکسل کې هم د کردانو له خوا په یوې مظاهرې کې غوښتنه وشوه چې د ترکیې حکومت دې په سوریه کې د کردانو پیاوړی ملاتړ وکړي.

مظاهره چیان په زوره اروپايي پارلمان ته ننوتل او د بروکسل په هوايي ډګرکې د اسلامي دولت پرضد یې د لا ډېرو اقداماتو غوښتنه کوله.

کوڅه په کوڅه جگړه

اخوا په کوباني کې د کردانو د سیمه ییزې ادارې ویاند کاروان زیباري وايي په ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده او که دغه ښار د اسلامي دولت لاس ته ورشي نو په وینا یې یو ناورین به رامینځ ته شي.

"که همدا حالت دوام وکړي او نړیوالې مرستې ونه شي، دغه ښار به د اسلامي دولت لاسونو ته کیوځي. دا به یو ناورین وي، هم به سوریې او هم به ترکیې ته خطرناک وي. دا کار به د اسلامي ډلې اورپکي زړور کړي."

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په کوباني ښار کې د اسلامي دولت ډلې پرضد هوايي بریدونه هم وکړل.

د امریکا د دفاع وزارت وايي دوی وتوانیدل چې په هوايي بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې ټانکونه، درنې وسلې او اورپکي له منځه یوسي.

په سیمه کې د بي بي سي یو خبریال وايي د ایتلافي ځواکونو هوايي بریدونو د اسلامي دولت د مخکې تګ مخه ونیوله.

ناوخته هوايي گوازرونه

خو په کوباني کې د کردي جنګیالیو یوې ښځینه قوماندانې میسا ابدو بي بي سي ته وویل چې هوايي بریدونه اغیزمن و خو لږ ناوخته وشول.

"دا ریښتا ده چې د اسلامي دولت د ډلې د درنو وسلو پرضد د ایتلافي ځواکونو هوايي بریدونه ډېر اغیزمن وو. له تېرې شپې راهیسې موږ په کوباني کې د نور هرکله په پرتله تر ټولو اغیزمن هوايي بریدونه ولیدل، خو یو څه ناوخته وشول. که ایتلافي ځواکونو په همدې ځواک او اغیزمنتوب سره مخکې بریدونه کړي وای نو اسلامي دولت ډله به ښار ته نه وای رسیدلې، ښار به یې نه وای ویجاړ کړی او خلک به یې نه وای وژلي."

په همدې حال کې یوه ایټالوي دیپلومات هم د اسلامي دولت ډلې د ځپلو لپاره د کلک ګام د پورته کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ترکیه په دې خطرناکه شوې چې له کوباني نه څه باندې دوه سوه زره کسان ورروان دي. په خپله ترکیې پر خپلې پولې پوځیان او ټانکونه ځای پرځای کړي خو پوځي مداخله یې نه ده کړې.

ورته مطالب