د جعلي فیسبوک پاڼې له کبله د تاوان غوښتنه

د انځور حقوق AP

د سونډرا ارکېټ په نامه یوې ښځې د امریکا له حکومته په دې دلیل د تاوان غوښتنه کوي چې د دې په نوم یې د فیسبوک یوه جعلي پاڼه جوړه کړې ده.

په دې جعلي فیسبوک پاڼه کې د نوموړې عکسونه هم شته چې په یو عکس کې یې یوازې نیم بدن په کالیو پوښلی. اغلې ارکېټ په یوه هوټل کې کار کوي.

د امریکا عدلي ادارې منلې چې د دوی یوه چارواکي ټېموتي سینګین پرته له دې چې اغلې ارکېټ خبره کړي د فیسبوک دغه پاڼه جوړه کړې وه.

خو په پیل کې دغې ادارې ویلي و چې اغلې ارکېټ د دې کار سره خپله موافقه ښودلې ځکه چارواکو ته یې اجازه ورکړې وه چې د دې موبایل تیلیفون ته لاسرسی ولري.

د امریکا عدلي اداره وايي دوی اوس په دې غور کوي چې آیا دغه جعلي پاڼه دوی ته کومه ستونزه را ولاړولی شي.

راتلونکې اوونۍ نیویارک کې یوه محکمه په پام کې نیول شوې ده چې په کې به د امریکا حکومت او د عدلي ادارې چارواکی ټېموتي سینګین مدعي علیه وي.

د ماشومانو عکسونه

د فیسبوک دغه جعلي پاڼه هغه مهال جوړه شوه چې اغلې ارکېټ د ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې د نشه یي توکو په یوې قضیه کې تورنه وبلل شوه.

په قضیه کې هغې د نشه يي توکو ساتلو او پېرلو جرم ومانه چې په پایله کې یې تر شپږو میاشتو پورې د رخصتیو پر ورځو (شنبه او یکشنبه) پر بند محکومه شوه.

د نیول کېدو پر مهال اغلې ارکېټ خپل تیلیفون پولیسو ته ورکړ او د جرمي قضیو د پلټنو په موخه یې په خپل موبایل کې د شته مالوماتو د کارولو په اړه خپله موافقه وښوده.

په دې پلټنو کې یې ملګری جرمېن برنفورډ هم شامل و چې پرې د نشه یي توکو د پېر او پلور شک و.

ښاغلي برنفورډ هم وروسته د نشه یي توکو د پېرلو جرم ومانه.

اغلې ارکېټ وویل هغه په دې نه پوهېده چې د پلټنو په لړ کې به د دې پر نوم یوه جعلي فیسبوک پاڼه هم جوړېږي چې عامه خلک به ورته لاسری لري.

په دې پاڼه کې د نوموړې خپل عکسونه او د زوی او وراره عکسونه هم شامل و.

د اغلې ارکېټ وکیل وايي چې پر دغه پاڼه په یو عکس کې د دې نیم بدن بربنډ دی.

وکیل زیاته کړه:

"کله چې اغلې ارکېټ د دغې پاڼې په اړه خبره شوه نو د وېرې او خپګان احساس یې وکړ ځکه پاڼې خلکو ته داسې انځور وړاندې کاوه چې ګواکې دا له پولیسو سره د نشه یي توکو په اړه همکاري کوي. دې چارې نوموړې له ګواښ سره مخامخه کړه".

اغلې ارکېټ د امریکا له حکومته د دغه جعلي فیسبوک پاڼې د جوړولو په توان کې د څه دپاسه دوه نیم لکه ډالرو غوښتنه کړې ده.

دغه جعلي فیسبوک پاڼه اوس بنده شوې ده.

ورته مطالب