د کومېډي هغه ټولنه چې خندا پلوري

Image caption د خندا د مالومولو سافټ ویر د دغه ټولنې د (ټټرینو) کلب د لیدونکو په څوکیو کې ځای پر ځای شوی دی.

د اسپانیې د بارسلونا په ښار کې د کومېډي او ټوکو ټکالو یوه ټولنه له خپلو ګډونوالو نه د هرې خندا په بدل کې پیسې اخلي.

دغه ټولنه د مخ د احساساتو د پېژندلو ټکنالوژۍ پر مټ دا مالوموي چې لیدونکي د دوی له خپرونو څومره خوند اخلي.

د خندا د مالومولو سافټ ویر د دغه ټولنې د (ټټرینو) کلب د لیدونکو په څوکیو کې ځای پر ځای شوی دی.

هره خندا ۲۳ پنسه (۲۰ افغانۍ) قیمت لري او چې د خندا بیه ۱۸ پونډه (۱۵۰۰ افغانیو) ته ورسېږي نو له ګډونوالو د نورې خندا پیسې نه اغیستل کېږي.

پروژه په دې موخه پیل شوې چې د کومېډي خپرونو لیدلو ته خلک وهڅوي.

د حکومت له لورې په تیاتر او سینما د زیاتېدونکې مالیې له کبله اوس یوازې لږ شمېر خلک د دغه ډول پروګرامونو لیدلو ته ورځي.

ځکه نو د کومېډي دغه ټولنې د یوې بلې کمپنۍ (د سایرانوس مکن) سره په ګډه د خندا د پلورلو پروژه پیل کړه.

د دغې تجربې پایلې تر اوسه مثبتې ګڼل شوې دي او د تیاتر د ټکټونو په بیو کې په عمومي ډول نږدې د ۵ پوڼدو زیاتوالی لیدل شوی دی.

اوس په اسپانیا کې نورې ټولنې او تیاترونه هم ورته سیستم خپلوي.

د کومېډي دغې ټولنې د خندا د بیې پرېکولو لپاره د موبایل یو اپ هم معرفي کړی دی.

او تر څنګ یې دوی خپلو مینه والو ته د پوره سیزن د خندا ټکټونو د پېرلو فرصت هم ورکوي.

د لندن د ۹۹ کلب مشر جیمز ورونیکي ویلي:

"جالبه ده، خو هیله ده چې د خندا د احساس مالومولو اله د خلکو خنداګانې ناسا یا د امریکا د ملي امنیت ادارې ته و نه لېږي!"

"دا ښايي زموږ لپاره یوه تخنیکي ننګونه را منځ ته کړي ځکه زموږ په کلب کې خلک ډېر خاندي نو موږ ښايي اړ شو چې د هرې څوکۍ څنګ د پیسو رایستلو یو ماشین ځای پر ځای کړو".

ورته مطالب