چین هانګ کانګ کې د ارامۍ پر راتلو ډاډ ښودلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption زرګونه لاریون کوونکي د هانګ کانګ په یوه سوداګریزه سیمه کې راغونډ شوي

په داسې حال چې هانګ کانګ کې د لاریونونو درېیمه اونۍ کېږي، د چین لومړي وزیر لي کیه چیانګ وايي، په هانګ کانګ کې ټولنیزه ارامي راتلل ممکن دي.

د چین لومړي وزیر لي کيه چیانګ ویلي، ټینګار یې دا دی چې په هانګ کانګ کې ټولنیزه ارامي راتلی شي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په هانګ کانګ کې له تېرو درو اونیو راهیسېد دیموکراسۍ پلوو کسانو له خوا پراخ لاریونونه روان دي.

لي دا څرګندونې جرمني ته د خپل سفر پرمهال کړې، چې په پام کې ده هلته د جرمني له صدر اعظمې انګیلا میرکل سره یو لړ سوداګریز تړونونه وکړي.

په هانګ کانګ کې زرګونه دیموکراسي پلوه لاریونیان د دیموکراتیکو ټاکنو غوښتنه کوي.

زرګونه لاریون کوونکي د هانګ کانګ په یوه سوداګریزه سیمه کې راغونډ شوي، چې د لاریون د سمبالوونکو په غوښتنې سره خپل زور وښيي.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې د هانګ کانګ مرستیال مشر د تېرې جمعې په ورځ د محصلینو له مشرانو سره خبرې رد کړې.

سلګونه لاریونیان، چې زیاتره یې محصلین دي، لاهم د سوداګریزې سیمې شاوخوا واټونو او حکومتي بنسټونو په نژدې واټن کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې دېره شوي دي.

خو د خبرو تر لغوه کېدا وروسته، د محصلینو مشرانو بېرته سړکونو ته د خپل لاریون د غځولو غوښتنه وکړه.

په هانګ کانګ کې د بي بي سي خبریاله جولیانا لي وايي، فعالان پر دې اند دي، چې د زور ښودل به لاریونونه لاپسې غښتلي کړي.

د تېرې جمعې د شپې تر راتلو پورې، د لاریون سیمې ته زرګونه محصلین راغونډ شول، چې ډېرو یې له ځانه سره کېږدۍ او خواړه هم راوړي وو.

محصلین غواړي چې هېوادوال یې نېغ په نېغه د هانګ کانګ د مشر د ټاکلو حق ولري.

چین وايي، د هانګ کانګ وګړي د قانون له مخې دا واک لري چې د حکومتي جرګګۍ له لوري د منل شویو نوماندانو له ډلې یوه ته رایه ورکړي.

د انځور حقوق BBCCHINESE
Image caption سلګونه لاریونیان، چې زیاتره یې محصلین دي

بل خوا، د ټایوان مشر ما یینګ جو د تېرې جمعې په ورځ د ملي ورځې پرمهال په وینا کې له چین وغوښتل، چې د دیموکراسۍ لاره خپله کړي، او په هانګ کانګ کې د لاریونیانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.