عراق کې درو ځانمرګو بریدونو ۵۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption څو ورځې وړاندې هم په عراق کې د پلازمېنې بغداد بېلابېلو چاودنو د شیعه ګانو سیمې په نښه کړې، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

د عراق شمالي بعقوبه کې پر حکومتي ودانیو درو موټربم بریدونو لږترلږه ۵۰ کسان وژلي، چې ډېری یې کردي پیشمرګه ځواکونه دي.

بریدونه د بعقوبې په قره تپه سیمه کې شوي دي.

قره تپه هغه سیمه ده، چې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو او عراقي ځواکونو ترمنځ پکې خونړۍ جګړې شوې دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د قره تپې د ښاروال، چې دی هم ټپی شوی، له قوله لیکلي "د چاودنو موخه د راغونډېدو هغه ځای او دفتر و، چې د کردي استخباراتو "اسایش" کارکوونکي او د کردستان د ملي یووالي د ګوند کسان پکې راغونډېدل.

"د پولیسو د مشر وژنه "

په یوه بله پېښه کې، د انبار د پولیسو مشر احمد صداک تر سختو ټپونو وروسته مړ شوی دی.

پر نوموړي او کاروان یې د رمادي شمال لوېدیځ البو ریشه سیمه کې چاودنه وشوه.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوه سیمه ییز چارواکي له قوله ویلي، چاودنه شمالي رمادي ته پر لاره د پولیسو د کاروان د تېرېدا پرمهال وشوه.

سرچینه زیاتوي، دا چاودنه یوه ورځ وروسته تر هغه وشوه، چې امنیتي ځواکونو له وسله والو سره د یوې خونړۍ جګړې تر پای ته رسېدو وروسته سیمه بېرته ونیوه.

عراقي چارواکو وړاندې د هېواد لوېدیځ انبار ولایت ته د بېړنۍ پوځي مرستې رسولو غوښتنه کړې وه، چې په وینا یې که چېرې بېړنۍ مرسته ورسره ونه شي، شاید دا ښار ژر د "اسلامي دولت" لاسونو ته کېوځي.

د "اسلامي دولت" جنګیاليو د عراق پر رمادي بریدونه ډېر کړي، چې په سیمه کې یې د پوځ یو شمېر پوستې نیولې دي.

څو ورځې وړاندې هم په عراق کې د پلازمېنې بغداد بېلابېلو چاودنو د شیعه ګانو سیمې په نښه کړې، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب