امریکا د کوباني وضعیت 'خطرناک' بللی

د انځور حقوق AFP
Image caption کوباني د سوریې په شمال کې له ترکیې سره ګډه پوله لري

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل ویلي، چې د سوریې په شمال کې د کوباني وضعیت ډېر خطرناک دی او په وینا یې د 'اسلامي دولت' وسله وال لا هم د دغه ښارګوټي لپاره یو ګواښ دی.

نوموړي په چیلي کې د خبرو پر مهال ویلي، چې د امریکا په مشرۍ هوايي بریدونو پر مټ د وسله والو پر ضد جګړه کې پرمختګ شوی، خو په خبره یې د دغه ښارګوټي بهرنۍ څنډې لا هم د اسلامي دولت وسله والې ډلې په ولکه کې دي.

ښاغلي هیګل همدراز ټینګار کړی، چې په سوریې او عراق کې به د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه اوږدمهالې وي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې تر دې وړاندې د سوریې حکومت مخالفو ډلو اعلان وکړ، چې پر کوباني تېره میاشت د 'اسلامي دولت' جنګیالیو د بریدونو له پیلېدو راهیسې په دغه ښارګوټي کې د وژل شویو کسانو شمېر تر پینځه نیم سوو اوښتی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار په نامه یوې برتانیې مېشتې ټولنې ویلي، په دغه جګړه کې د 'اسلامي دولت' ۲۹۸ جنګیالي وژل شوي دي.

د دغې ټولنې په وینا په مقابل لوري کې د کوردي جنګیالیو له ډلې ۲۲۶ تنه او د نورو حکومت مخالفو ډلو نهه تنه وژل شوي دي.

د دې ټولنې په خبره دا هغه شمېرې دي، چې دوی راټولې کړې او ټینګار یې کړی، چې ښايي د کوباني په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر یوولس سوو هم زیات وي.

د انځور حقوق FPA
Image caption د شنبې په ورځ د اروپا بېلابېلو ښارونو کې د کوباني په ملاتړ لاریونونه وشول
Image caption د کوباني یوشمېر پلویانو د بریتانیا پارلمان مخې ته لاریون وکړ

له بله پلوه، په جرمني کې اوسېدونکو لږ تر لږه شل زره کوردانو په دوسېلدورف ښار کې لاریون کړی او په کوباني کې یې کردانو ته په ور پېښ ګواښ باندې اعتراض کړی دی.

دغه لاریون په دې وروستیو کې د جرمني په نورو ښارونو کې د تر سره شویو هغو اعتراضونو پرتله سوله ییز و، چې په ترڅ کیې د کردانو او د اسلامپالو خواخوږو تر منځ شخړې راپورته شوې وې.

د دغه تازه لاریون یوې سمبالوونکې آیتین کپلان لوېدیځ په کوباني کې په پڅ غبرګون تورن کړ:

''د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې په وینا، دوی د کوباني په روانه جګړه کې د شلو تنو ولسي وګړو د مرګ په اړه مالومات تر لاسه کړي، چې په وینا یې په دوی کې اوولس تنه د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو لخوا وژل شوي دي.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کوباني لسګونو زرو کردانو ترکیې ته کډه کړې ده
د انځور حقوق Reuters
Image caption د کوباني د ملاتړ لپاره د نارینه وو ترڅنګ ښځینه کردي جنګیالۍ هم جنګېږي

ورته مطالب