"ښايي اېبولا په دریو میاشتو کې کنترول شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه پورې د اېبولا ناروغۍ له امله څه باندې ۴۰۰۰ زره کسان مړه شوي چې ډېری یې د لوېدیځې افریقا په هېوادونو کې وو.

د اېبولا ناروغۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، هیله من دی چې د اېبولا خپره شوې ناروغي په دریو میاشتو کې کنټرول شي.

ډیویډ نبارو له بي بي سي سره په خبرو کې وویل که څه هم د اېبولا ناروغي په چټکۍ خپرېږي خو د دې ناورغۍ په اړه د خلکو له پراخ پوهاوي سره به مرسته وشي چې دغه وایریس تر کنترول لاندې راوستل شي.

نوموړي زیاړه کړه چې د ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د خلکو پوهاوی او هغه چې اخته دي څنګ ته کول تر ټولو ښه لاره ده.

تراوسه پورې د دې وژونکې ناروغۍ ۸۳۰۰ تایید او مشکوکې پېښې ثبت شوې او لږ ترلږه ۴۰۳۳ کسان یې وژلي دي.

تر ټولو ډېر کسان د لوېدیځې افریقا په هېوادونو ګیني، لابیریا او سیرالیون کې دغې ناورغۍ وژلي، خو په نایجریا، سینیګال، اسپانیا او امریکا کې هم د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي نبارو وویل په داسې حال کې چې دغه ناروغي په چټکۍ خپرېږي، د اېبولا نوې پېښې ډاروونکې دي.

په پیل کې د لوېدیځې افریقا ډېرې ټولنې په دې نه پوهېدې چې دا ناورغي لېږدونکې ده.

ښاغلی نبارو وايي اوس ټولنې د اېبولا په څرنګوالي پوهې شوې چې له امله یې دی هیله من شوی چې په راتلوونکو دریو میاشتو کې به د اېبولا ناروغي کنترول شي.

د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی وايي له کنترول نه یې هدف دا دی چې د دې ناورغۍ نوې پېښې به هره اونۍ کمې او یوه ورځ به داسې راشي چې هېڅ پېښه به یې نه وي.

د اېبولا ناورغي د اخته کس د بدن له اوبو سره له تماسه او د اخته حیواناتو د غوښې له غوړولو پیدا کېږي.

امریکا

اخوا په امریکا کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نیویارک په هوايي ډګر کې له تېرې شنبې راهیسې هغه کسان ټلویزیوني معاینه کېږي چې له لابیریا، سري لیون او ګیني نه امریکا ته سفر کوي.

مساپر اړ دي چې د تبې معاینات وکړي او یو لړ پوښتنې ځواب کړي.

ویل شوي چې په راتلوونکو څو ورځو کې به د واشنګټن د هوايي ډګر په ګډون په ځینو نورو هوايي ډګرونو کې هم په ورته اقداماتو لاس پورې شي.

د امریکا په هوايي ډګرونو کې د مساپرو د ټلویزیوني معایناتو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې د ټکساس په ایالت کې په اېبولا اخته یو کس ومړ.

ورته مطالب