فرانسوي ژان تېرول د اقتصاد نوبل جایزه وګټله

د انځور حقوق
Image caption ښاغلی تېرول دویم فرانسوی دی چې سږ کال د نوبل جایزه ګټي.

فرانسوي اقتصاد پوه ژان تېرول د ۲۰۱۴ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله.

د نوبل اکاډمۍ اعلان کړی چې دغه جایزه ښاغلي تېرول ته د ازاد بازار په برخه کې د نوموړي د نظارتي هڅو په خاطر ورکول کېږي.

۶۱ کلن ښاغلي تېرول به د جایزې په توګه نږدې ۱،۱ میلیون ډالره تر لاسه کړي.

نوموړي ویلي: "زه واقعا ډېر زیات خوښ او منندوی یم".

د دغې اکاډمۍ چارواکو ویلي د ښاغلي تېرول هڅې او فعالیتونه د دې لامل شوي چې حکومتي ناظران د ازاد بازار د نظارت لپاره نوي وسایلو ته لاسرسی پیدا کړي.

ښاغلی تېرول دویم فرانسوی دی چې سږ کال د نوبل جایزه ګټي.

د نوبل اکاډمۍ نوموړی "د اوس وخت یو تر ټولو ډېر اغېز لرونکی اقتصاد پوه بللی".

دغې اکاډمۍ ویلي:

"ډېر سکتورونه د سترو شرکتونو د یوې وړې ډلې یا ان یوازې یو شرکت له خوا انحصار شوي وي. که له دغه ډول شرکتونو څخه په سم ډول نظارت و نه شي نو ټولنې ته نا مطلوبې پایلې لرلی شي لکه د توکو لوړې بیې یا بازار ته د نویو او غوره تولیداتو د راننوتلو مخه نیول کېدل".

اکاډمۍ دغه راز ویلي چې د ښاغلي تېرول له هڅو نه مخکې، حکومتونو او اړوندو چارواکو د انحصار د مخنیوي لپاره له ساده لارو کار اخیست لکه انحصاري شرکتونو ته د بیو ټاکل یا د سیالو شرکتونو تر منځ پر همکارۍ بندیز لګول.

ښاغلي تېرول وښودله چې په ځینو حالاتو کې دغه راز ګامونه ښايي ستونزې لا پسې ډېرې کړي.

د اقتصاد نوبل جایزه د نوبل جایزو د لړۍ وروستۍ هغه وه.

له دې وړاندې د ماشومانو د حقونو ۱۷ کلنې فعالې ملالې یوسفزۍ او د هند کېلاش ستیارتي ته په ګډه د سولې نوبل جایزه او فرانسوي لیکوال پټریک مودیانو ته د ادبیاتو نوبل جایزه ورکړل شوه.

د جایزو ورکولو ځانګړې مراسم به د دسمبر پر ۱۰ نېټه، چې د نوبل جایزې د بنسټ اېښودونکي الفرډ نوبل له تلین سره برابره ده، تر سره شي.

ورته مطالب