مصر کې ترافیکي پېښې د ۲۴ کسانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق
Image caption لومړنۍ څېړنې ښيي، دوه میني بسونه، چې له الفیوم ولایت نه یې ځوانان لېږدول، د ناصر بحیره کې کار کاوه، له یوه بل بس سره، چې له اسوان نه ادفو ته روان وو، جنګېدلي دي.

د مصر اسوان پر یوه سړک د درو میني بسونو په ټکر کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

مصري چارواکي وايي، پېښه د اسوان په یوه کلیواله سیمه کې پر یوه سړک رامنځ ته شوې ده.

سیمې ته ۲۵ امبولانسونه رسېدلي چې ټپیان ژر روغتونونو ته ولېږدوي.

تر ټولو ډېر ژور ټپیان د مصر اسوان روغتون ته وړل شوي.

لومړنۍ څېړنې ښيي، دوه میني بسونه، چې له الفیوم ولایت نه یې ځوانان لېږدول، د ناصر بحیره کې کار کاوه، له یوه بل بس سره، چې له اسوان نه ادفو ته روان وو، جنګېدلي دي.

د اسوان د امنیت آمر محمد مصطفی بي بي سي ته وویل، په ټکر کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي دا هم وویل، چې د ولسي ملاتړ یوې ډلې د ټکر شویو موټرو له منځه دوه مړي او ځینې نور ژوبل شوي کسان رایستلي دي.

لومړي معلومات ښيي، چې دا ټکر د موټرو د تېز تګ له کبله رامنځ ته شوی.