بریتانیا د یوروسټار شرکت پلوري

د انځور حقوق Reuters
Image caption یورو سټار په ۱۹۹۴ کال کې د اورګاډي د دریو شرکتونو SNCF ، SNCB او برتانیې د اورګاډي ادارې په ګډه پیل کړی و.

د برتیانیا حکومت په یورو سټار اورګاډي شرکت کې خپله برخه خرڅلاو ته وړاندې کوي. دغه شرکت د لندن، پاریس او بروکسېل تر منځ د اورګاډي چوپړونه وړاندې کوي او برتانیه پکې څلوېښت سلنه ونډه لري.

برتانوی حکومت وايي، دا کار د دې لپاره کوي، چې د عامه لګښتونو په ډېرولو کې د مرستې لپاره پیسې تر لاسه کړي.

د دغې ونډې د پلورلو پلان تېر کال د حکومت لخوا د ملي بنسټیزو چارو د پلان په ترڅ کې وړاندې شوی و. د دغه پلان له مخې، حکومت هیله لري چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د مالي پانګو او ونډو د پلور له لارې شاوخوا ۲۰ میلیارده پاونډه تر لاسه کړي.

د ترانسپورتي او اورګاډي د چارو ټولنې او د برتانیې کارګر ګوند د یوروسټار د خرڅولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د برتانیې د مالیې وزیر جورج اوسبورن وايي (( زه دې ته ژمن یم چې موږ داسې پرېکړې وکړو چې له لارې یې د برتانیې په اقتصاد کې سمون راولو او خپل پورونه پرې خلاص کړو.

نو موږ به نن په یوروسټار کې د برتانیې د ونډې د پلورلو پرېکړه پر مخ یوسو)).

ښاغلي اوسبورن همداراز زیاته کړه (( د هغه پلان له مخې چې موږ تر ۲۰۲۰ کاله پورې د ونډو د پلور له لارې د ۲۰ میلیارده پاونډو هڅه کوو، دا سودا به د عامه پورونو د کمولو په برخه کې مهمه ونډه ولوبوي)).

خو د اورګاډي او ترانسپوت د ټولنې مشر مېک کیش وايي، چې د یوروسټار د خرڅلاو له کبله د برتانیې د اورګاډي یوه ډېره برخه بهرنیو لاسونو ته غورځېدا شي.

هغه شرکتونه چې د دغې ونډې اخېستل غواړي، د روانې میاشتې تر پایه وخت لري، چې د مالیې وزارت ته خپل غوښتنلیک وسپاري. حکومت وايي، هیله لري، چې د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ ربعه کې په دې اړه یوې پرېکنده هوکړې ته ورسي.

یورو سټار په ۱۹۹۴ کال کې د اورګاډي د دریو شرکتونو SNCF ، SNCB او برتانیې د اورګاډي ادارې په ګډه پیل کړی و.

له هغه مهاله دغه شرکت تر اوسه ۱۴۵ میلیونه مساپر له یوه ځای بل ځای ته لېږدولي چې یوازې په ۲۰۱۳ کال کې یې د مساپرو شمېر لسو میلیونو تنو ته رسېده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ترانسپورتي او اورګاډي د چارو ټولنې او د برتانیې کارګر ګوند د یوروسټار د خرڅولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

له تېرو لسو کلونو راهیسې یې له یوه کاله بل ته د مساپرو په شمېر کې ډېروالی راغلی.

په هغو نورو پانګو کې چې د برتانیې حکومت یې ښايي وپلوري، د یورانیمو د بډای کولو په یوه شرکت یورینکو کې د حکومت ونډې او د زده کوونکو د پور کتاب په نامه ونډې شاملې دي.

د دغه هېواد د مالیې وزارت د یوه بل شرکت رویال مېنټ د نه پلورلو پرېکړه کړې، چې مهم لامل یې د کافي اندازه پیسو نه پوره کول دي.