د غزې له بیارغونې سره ۵،۴ میلیارد ډالر مرسته کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسرائیلو ۵۰ ورځنیو بریدونو نژدې ۱۰۰ زره فلسطینیان بې ځایه کړل

د قاهرې په نړیوالې غونډې کې مرستندویه هېوادونو له فلسطینیانو سره د پینځه اعشاریه څلور میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

د دغو پیسو نیمايي برخه به د هغه زیان د سمون لپاره ولګوله شي، چې په روان کال کې له اسرایلو سره په پنځوس ورځنۍ جګړه کې فلسطینیانو ته رسېدلی دی.

د دغو مرستو ټولټال کچه چې د مرسته کوونکو هېوادونو په استازولۍ د ناروې د بهرنیو چارو وزیر لخوا اعلان شوه، تر هغې یو میلیارد ډالر زیاته وه، چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس یې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې وه.

د مرستندویانو په ډله کې یوازې قطر د یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په قاهره کې د خبرو پر مهال وویل، چې اوس پر داسې یوه پلان باندې د کار کولو وخت دی، چې له مخې یې د فلسطینیانو وقار او د اسرایلو امنیت خوندي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دې موخې د لاسته رواوړو لپاره په سیمه کې ریښتیني بدلون ته اړتیا ده:

''آن تر ټولو دوامدار اوربند هم د اسرایلو لپاره د یوه حقیقي امنیت او د فلسطینیانو لپاره د یوه دولت او وقار بدیل نشي کېدای. داسې هېڅ لاره نشته، چې له مخې یې د هرې خوا غوښتنې په بشپړه توګه ومنل شي. دا هر څه له دې پرته امکان نه لري، چې د سولې لپاره پر یوې دوامدارې تګلارې کار وشي چې له لارې یې د راتلونکي په اړه اعتماد پیدا شي''.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون اعلان وکړ، چې د سه شنبې په ورځ به غزې ته سفر کوي او هلته به له زیانمنو شویو خلکو سره مخامخ خبرې کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption د غزې وروستۍ خونړۍ شخړه د اګست په شپږویشتمه د یوه اوربند په لاسلیکېدو پای ته ورسېده.

په غونډه کې د فلسطین او مصر ولسمشرانو پر اسرایلو غږ وکړ، چې د دوامدارې سولې منځته راتګ ته ژمن شي.

د غزې وروستۍ خونړۍ شخړه د اګست په شپږویشتمه د یوه اوربند په لاسلیکېدو پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو په وینا، په دې جګړه کې تر دوه زره او سلو تنو ډېر فلسطینان ووژل شول، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.

په دې شخړه کې همدراز اووه شپېته اسرایلي سرتېري او په اسرایلو کې شپږ ولسي وګړي هم ووژل شول.