یوناني لرغونپوهانو د رنګینو ډبرو لرغونی موزایک موندلی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دغه تصویر کې یو سړی د هیرمیس د رب النوع په مشرۍ، د یوې څلور ټایره کراچۍ او اسونو د چلولو په حال کې لیدل کېږي.

لرغونپوهانو د یونان په شمال کې د یوې لویې پخوانۍ مقبرې، موزایک یانې د رنګینو ډبرو له وړو ټوټو نه جوړ شوی انځور موندلی دی.

دغه موزایک یا تصویر ۳ متره پراخ او ۴.۵ متره اوږد دی.

په دغه تصویر کې یو سړی د هیرمیس د رب النوع په مشرۍ، د یوې څلور ټایره کراچۍ او اسونو د چلولو په حال کې لیدل کېږي.

داسې ویل کېږې چې دغه مقبرې په یونان کې تر ټولو لویه موندنه ده، او مخینه یې ان تر څلورمې زیږدیزې پېړۍ رسېږې.

لرغونپوهانو په دغه سیمه کې د اګست په میاشت کې کیندنې پیل کړې وې او د دغې مقبرې له اهمیت نه داسې ښکاري چې کوم مهم کس پورې اړه لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption داسې ویل کېږې چې دغه مقبرې په یونان کې تر ټولو لویه موندنه ده، او مخینه یې ان تر څلورمې زیږدیزې پېړۍ رسېږې.

ځینې څارونکٍي وایي چې دغه مقبره ښایي د اسکندر مقدوني د کورنۍ کوم غړي پورې اړونده وي.

دا هم شونې ده چې دا مقبره د نوموړي د مور او ښځې رخسانې وي.

ځینې نور بیا په دې باور دي چې دغه مقبره ښایي دغې سیمې کې د یو داسې کس په ویاړ جوړه شوې وي، چې بل کوم ځای کې ښخ وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د قبر په وره کې د ابوالهول دوې مجسمې ولاړې دي

د دغه موزایک یا رنګین انځور موندنه د یکشنبې په ورځ د یونان د کلتور د وزارت له خوا اعلان شوه.

دغه انځور له سپینو، تورو، ابې، سور، ژیړ او خاکې ډبرو نه جوړ شوی دی.