اوباما : د ايبولا د نويو پېښو په وړاندې چلن باید چټک وي

د انځور حقوق AP

ولسمشر اوباما ويلي دي د امريکا په متحده ايالتونوکې د ايبولا ناروغۍ له پېښو سر ۀ چلن باید ډېر جدي وي.

ښاغلى اوباما، چې د سپېنې ماڼې له چارواکو سره تر خبرو وروسته غږېده وويل روغتيايي ډلې بايد څلريشت ساعتونو کې دايبولا د نويو پېښو په وړاندې گام اوچت کړي.

" څومره ژرچې يوڅوک د اېبولا په ناورغۍ اخته تشخیص شي موږ غواړو چې په همدومره چټکۍ سره د ناروغیو د څارنې د ادارې له خوا د چټک غبرګون یوه ډله لاس په کار شي. هیله من يم چې دا کار په ۲۴ ساعتونو کې وشي چې سیمه ییز روغتون ته ګام په ګام لارښوونه وکړي چې دقیقا کومې چارې باید ترسره شي"

خو هغه زياته کړه چې د امريکا په متحده ايالتونو کې د ايبولا ناروغۍ د خپرېدا خطرونه ډېر لږ دي.

"زه غواړم خلک په دې پوه شي چې په اېبولا د اخته کېدو او د دې ناورغۍ د خپریدو خطر ډېر لږ دی. خو موږ دغه موضوع جدي ګڼو، موږ راتلونکې ته ګورو. که موږ د ناروغۍ اوسنۍ خپرېدو او راتلونکي خپرېدو ته په نړیواله کچه له مناسبې لارې ځواب ونه وایو، بیا به نو له ستونزو سره مخامخ شو"

هغه دارنگه له اروپايي مشرانو سره هم هوکړه وکړه، چې بايد له افريقايي هيوادونو سره د دغې ناروغۍ د خپريدا د مخنيوي په برخه کې اړينه مرسته وشي .

د ښاغلي اوباما دا څرگندونې تر هغې وروسته راځي، چې امريکايي چارواکو تکزاس کې په ايبولا د هغې دوېمې نرسې د اخته کېدو پخلى هم وکړ، چې د هغه لايبريايي سړي درملنه يې کړې وه چې له ايبولا څخه ومړ.

په همدې حال کې د گېني ولسمشر الفا کوندي له متقاعدو ډاکترانو او نورو روغتيايي کارکونکو څخه غوښتي دي،چې بېرته کارونو ته ستانه شي او د ايبولا په وړاندې مبارزه کې ونډه واخلي.

متقاعد ډاکتران کار ته بلل شوي

باور کېږي، چې د ايبولا دا ناروغي چې له گيني پيل شوه تراوسه يې په دې هېواد کې د نژدې اته سوه کسانو ژوند ترې اخيستى وي.

سرياليون،لايبريا اوگيني هغه درې هېوادونه دي چې ايبولا سخت ځپلي دي او کافي روغتيايي کارکونکي نه لري چې له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړي .

د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا دې ناروغۍ تراوسه نژدې څلورنيم زره کسان له منځه وړي دي.

۲۰۰۰ داوطلبان

بلخوا د کمپاين يو نړيوال انټرنېټي سازمان وايي تر ٢٠٠٠ د ډيرو هغو داوطلبو ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو ليست يې برابر کړى چې لوديځه افريقا کې به د ايبولا د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کې برخه واخلي . د آواز ترنامه دغه ډله به د دوى نومونه د سيف دې چلدرين په څير د خيرښيگڼې هغو ټولنو ته ورکړي، چې په سيمه کې کار کوي.

دا لومړني کسان نه دي چې د دې سختې او ډېرې خطرناکې ناروغۍ اېبولا د مخنیوي په برخه کې د کار لپاره داوطلب شوي دي. ټول هغه ډاکټران او پرستاران چې د بي پولې ډاکټرانو د ټولنې په څیر روغتیايي ادارو سره په اېبولا ځپلو هېوادونو کې کار کوي داوطلبان دي. دوی ته په مارکیټ کې له ټاکلې اندازې لږې پیسې ورکول کېږي او په ډېرو لومړنيو ځایونو کې د اوسیدو ځای ورته برابرېږي. خو د کمپاین کوونکې ډلې اواز له خوا کمپاین په یوې نوې بڼې ترسره کېږي او دغه سازمان وايي چې په ټوله نړۍ کې نژدي ۴۰ میلیونه پلویان لري. د دوی له ډلې یوه هم نرسه مارګریټا ده، هغه وايي په دې ماموریت کې خطر شته خو په دې ارزي چې ترسره شي.

خو هېڅوک باید دا تمه ونه لري چې دغه داوطلبان به ډېر ژر لویدیځې افریقا ته واستول شي.

اېبولا یوه خطرناکه ناروغي ده او دا احتمالي روغتیايي کارکوونکي باید روزنه ترلاسه او له هغه وروسته د غوراوي له پړاو هم تېر شي.

ورته مطالب