هندي محکمې په فساد تورنه جیالالیتا په ضمانت خوشې کړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د هغې ملاتړو لاریونیانو تېره میاشت کله چې نوموړې ونیول شوه، له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول

د هند سترې محکمېد سوېلي تامیل نادو ایالت مخکنۍ وزیره جیارام جیالالیتا، په ضمانت له زندانه خوشې کړې ده.

آغلې جیالالیتا د هند تر ټولو یوه لانجمنه او څو رنګه سیاسي څېره ګڼل کېږي، چې تېره میاشت د څلورو کلونو د فساد په تور ونیول شوه.

د هغې د قضیې ټیک ۱۸ کاله پوره کېږي، چې بالاخره په پای کې نوموړې د ۱۰ میلیون ډالرو د فساد په تور ټینګه کړای شوه.

وروسته تر هغه چې لومړی ځل محکمې په ضمانت د هغې د خوشي کولو وړاندیز رد کړ، د هغې ملاتړي واټونو او کوڅو ته راووتل.

خو د جمعې په ورځ د هند ستر محکمې له دې کبله دغه تورنه په ضمانت خوشې کړه، چې د فساد په تړاو ټولې دوسیې به د دوو میاشتو د ننه بشپړوي او د کرناتاکا عالي محکمې ته به یې سپکاري.

د ۶۶ کلنې تورنې وکیلانو ویلي چې موکلې ته یې شاید له دې کبله په ضمانت د خوشي کولو موقع ورکړل شوې وي، چې ګني هغې د خپلې قضیې په تړاو په عالي محکمه کې د استیناف وړاندیز وکړي.

خو محکمې هغې ته خبرداری ورکړی او وايي دې ته یې تر یوې ورځې پرته داسې فرصت نه دی ورکړی چې نوره دې د خپلې قضیې او ځان سپینولو لپاره وخت ضایع کړي.

سترې محکمې له دغې مخکنۍ وزیرې دا هم پوښتلي چې د ګوند غړي او ملګري یې باید په سوله ییز ډول عمل وکړي او تاوتریخوالي ته لاس وانه چوي.

د هغې ملاتړو لاریونیانو تېره میاشت کله چې نوموړې ونیول شوه، له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول. د کرناتاکا محکمې جیالالیتا او درې نور کسان په څلورو کلونو بند محکوم کړي وو، خو دغه تورنه یې د میلیارد روپیو (۱۶ میلیون ډالرو) له جریمې سره هم مخامخ کړې وه.

خو نورو هر یوه تورن ته یې د نژدې ۱،۶ میلیون ډالرو جریمه ټاکلې وه. جیا لالیتا: اوښتونکې څېره هغه مخکنۍ اکټره ده، چې تر ۱۰۰ ډېرو فلمونو کې راڅرګنده شوې له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۶ کلونو پورې د تامیل نادو ایالت مشره وزیره، او د لنډ وخت لپاره په ۲۰۰۱ -ـ۲۰۰۲ ـ۶ او ۲۰۱۱ـ۲۰۱۴ کې څلور ځلې مشره وزیره پاتې شوې.

ورته مطالب