د اوکراین کړکېچ او پر روسیې باندې د اروپايي ټولنې فشار

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه غونډه په ایټالیا کې د اروپا او اسیا د سرمشریزې په څنډو کې ترسره کېږي

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کمرون، د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل او نور اروپايي مشران په کمسارې توګه د روسیې له ولسمشر ویلادمیر پوتین سره غونډه کوي څو پرې فشار واچوي چې په اوکراین کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره ډېر څه وکړي.

په دې غونډه کې به د اوکراین ولسمشر پیټرو پریشینکو هم ګډون وکړي. دغه غونډه په ایټالیا کې د اروپا او اسیا د سرمشریزې په څنډو کې ترسره کېږي.

پر روسیې له اروپايي بندیزونو سره له سړې جګړې وروسته د روسیې او اروپايي هېوادونو اړیکي ډېرې سړې شوې دي.

داسې نه بريښي چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین دې په ایټالیا کې له توود هرکلي سره مخامخ شي.

د روسیې ولسمشر تورن دی چې په اوکراین کې کړکېچ ته لمن وهي. خو د میز په بله غاړه به ورسره د اوکراین ولسمشر پیټرو پریشنکو او د اروپا د لویو هېوادونو مشران لکه ډیویډ کامیرون، انګیلا میرکل، فرانسوا اولاند او میټیو رنزي ناست وي.

اروپايي مشران له ښاغلي پوتین نه غواړي چې هغه ژمنه عملي کړي چې وار دمخه یې د مرستې کولو په برخه کې کړې دي.

اروپايي مشران غواړي چې روسیه د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي او اوکرایین ته د وسلو او کسانو د ورتګ مخنیوی وکړي چې ورسره د اروپا په څنډو کې بي ثباتي ډېرېږي.

ښاغلي پوتین امر کړی چې پولې ته نژدې ځای پرځای شوي پوځیان دې په شاه شي.

خو اروپايي سیالان یې وايي، چې تر هغه به پر روسیې بندیزونه لرې نه شي او اړیکي به یې ورسره ښې نه شي چې دوی ريښتنې بدلون نه وي لیدلی.

ورته مطالب