د نایجیریا پوځ: بوکوحرام تښتول شوې نجونې خوشې کوي

Image caption ویل کېږي د بوکوحرام مشر ابوبکر شېکاو د خبرو اترو ملاتړی و.

د نایجیریا پوځ ویلي دوی له اورپکې ډلې بوکوحرام سره پر یوه اوربند او د دوی له خوا د تښتول شویو نجونو پر خوشې کېدو هوکړه کړې ده.

د نایجیریا د دفاع مشر چارواکي الیکس بدیح د اوربند اعلان وکړ خو بوکوحرام لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بوکوحرام ډله له ۲۰۰۹ کال راهیسې له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې ده.

راپورونه وايي سږ کال په جګړه کې شاوخوا ۲،۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي.

بوکوحرام هغه مهال په نړیواله کچه د خلکو غوصه را وپاروله چې شپږ میاشتې مخکې یې له ۲۰۰ ډېرې د ښوونځي نجونې وتښتولې.

دغه نجونې د بورنو ایالت په شمال ختیځ ښار چیبوک کې نیول شوې وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption (زموږ نجونې بېرته راولئ) کمپاین غړو ویلي موږ دغه خبر له ډېرو هیلو سره څارو.

د دوی د دوامداره بندیتوب له کبله د نایجیریا پر حکومت نیوکې شوې دي.

د برینګ بېک آور ګرلز (زموږ نجونې بېرته راولئ) کمپاین غړو په یو ټویټ کې ویلي:

"موږ دغه خبر له ډېرو هیلو سره څارو".

احتیاطي خوشبیني

د پوځ مشر بدیح د اوربند خبره له درې ورځني امنیتي غونډې نه وروسته په ډاګه کړه.

نوموړي وویل د نایجیریا پوځیان به اوربند او شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د نایجیریا د ولسمشرۍ دفتر چارواکی حسن ټوکور بي بي سي ته ویلي هوکړه د چاد هېواد په منځګړتوب له څو میاشتو خبرو اترو وروسته لاسته راغلې ده.

د خبرو په موخه یوه حکومتي پلاوي د بوکوحرام ډلې له استازو سره دوه ځلې لیده کاته کړي.

ښاغلي ټوکور وویل بوکوحرام د پنجشنبې پر ورځ د یو اړخیز اوربند اعلان وکړ چې وروسته بیا حکومت هم مثبت ځواب ورکړ.

نوموړي زیاته کړه: "موږ ته یې ډاډ راکړی چې نجونې له دوی سره دي او دوی به یې خوشې کړي".

"زه خوشبینه یم خو له احتیاطه کار اخلم".

نوموړي وویل د نجونو د خوشې کېدو چارې به راتلونکې اوونۍ د چاد هېواد پلازمېنه ډیجمېنا کې په یوې بلې غونډې کې نهايي شي.

ویل کېږي د بوکوحرام مشر ابوبکر شېکاو د خبرو اترو ملاتړی و.

د نایجیریا د حکومت ویاند بي بي سي سره په خبرو کې ویلي د اوربند له مخې به د بوکوحرام ډلې ته سیمې نه ورکول کېږي او حکومت نه غواړي دا په ډاګه کړې چې د هوکړې په بدل کې دغې ډلې ته کوم امتیاز ورکول کېږي.

نوموړي وویل: "موږ چیبوک کې د تښتول شویو نجونو په شمول د ټولو نجونو خوشې کېدو ته ډېر نږدې شوي یو".

ورته مطالب