کانګو کې وسله والو ښځې او ماشومان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د کانګو حکومت وايي، یاغیان یې له منځه وړي دي

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت چارواکو ویلي، وسله والو د دغه هېواد په نارامه ختیځه سیمه کې د دوو ورځو بهیر په دویم برید کې لږترلږه ۲۲ کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د چارواکو له قوله ویلي ((۱۰ ښځې او ۸ ماشومان او ۴ سړي په دغه برید کې وژل شوي)).

سرچینې دا هم ویلي، دغو بریدونو د حکومت د هغې وینا په اړه شکونه راپورته کړي، چې ګني د یوګندا یاغیانو په سیمه کې اړدوړ جوړ کړی دی.