د کوباني جنګیالیو درېیمه برخه کردۍ ښځې دي

د عراق شمال سلیمانیه کې کردي کفن پر سر (پیشمرګه) جنګیالۍ پوځي تمرینونه کوي د انځور حقوق
Image caption د عراق شمال سلیمانیه کې کردي کفن پر سر (پیشمرګه) جنګیالۍ پوځي تمرینونه کوي

یوې امریکايي ورځپاڼې ویلي، د سوریې عین العرب (کوباني) ښار کې د "اسلامي دولت" پروړاندې جنګېدونکو کې درېیمه برخه کردۍ ښځې دي.

" وال سټریټ" ژورنال په یوه راپور کې ویلي، دغه کردۍ ښځې، پر ښځو د بندیز ماتولو په هدف جنګېږي.

دغه ورځپاڼه وايي، له دې کبله یې وسلو ته لاس کړی، چې په وینا یې په سوریه او عراق کې له خپلو پلرنیو سیمو دفاع وکړي.

یوې جنګیالۍ چې ځان د "کوباني پېغله" بولي، ویلي د سړو ترڅنګ یې د جنګېدو انګیزه له دې کبله ده، چې د "اسلامي دولت" له لوري پر ښځو بندیزونه او کلتوري دود مات کړي.

دغې جنګیالۍ له یادې ورځپاڼې سره په تیلیفونې خبرو کې ویلي "په حقیقت کې زموږ ترمنځ هېڅ اختلاف نه شته، موږ هم هغه کارونه کوو چې نارینه یې کوي".

خو د دیلار په نامه یوې جنګیالۍ، د وارسن په نامه د یوې جنګیالۍ تر وژل کېدا وروسته د ښځو له جنګیېدونکې ډلې سره یوځای شوې ده، وايي په جګړه کې یې د پلار تر ښکېلتیا وروسته د مور خبره ونه منله، او زمینه پیدا کړه چې په جګړه کې ګډون وکړي.

دیلار وايي "موږ د خپل ځان لپاره جنګېږو، د خپلې ازادۍ لپاره جګړه کوو، غواړو خپله ازادي وساتو.

نوموړې پر هغې ډلې، چې دا پکې جنګېږي، "د وارسن جنګي کنډک" نوم اېښی دی.

"وال سټریټ ژورنال" د نګار حسین په نامه له یوې جنګیالۍ سره هم خبرې کړې، چې لېسه یې پرېښې او د تېر سپتمبر په وروستیو کې د عراق کردستان کې ووژل شوه.

هغې کرکوک ښار ته څېرمه د تېلو له بنسټونو دفاع کوله.

نګار د کردي "پیشمرګه" ځواکونو په لیکو کې جنګېده، که څه هم د هغې پلار یو جنګیالی و، خو مور یې خپلې لور ته په جګړه کې پر ښکېلتیا خوښه نه وه.

"د کوباني پېغله" وايي، تر هغه چې ژوندۍ وي، د عین العرب (کوباني) ښار د دفاع لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي:

"تر دې وروسته، فکر نه کوم چې د یوې عادي کردۍ ښځې په څېر ژوند وکړم، چې یوازې په کور کې پر کار کولو او د مېړه د خدمت او خپل اولاد پر روزلو راټول وي. دا کار مې تر جګړې مخکې کاوه".

ورته مطالب