کوباني: امریکايي الوتکو له هوا نه وسلې غورځولې

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکايي هوايي بریدونو د اسلامي دولت ډلې وسله والو په شا تمبولو کې مرسته کړې

د امریکايي ځواکونو پوځي الوتکو له هوا نه هغو کردي ځواکونو ته وسلې، کارتوس او طبي توکي غورځولي، چې د سوریې شمال کې د کوباني ښار دفاع لپاره له اسلامي دولت ډلې سره په جګړه بوخت دي.

د پینټاګان په وینا باروړونکو الوتکو په عراق کې د کردانو لخوا ورکړل شوي توکي ( څو ځلې ) لېږدولي دي.

امریکايي هوايي بریدونو د اسلامي دولت ډلې وسله والو په شا تمبولو کې مرسته کړې، چې د ترکیې پولې ته څېرمه کوباني ښار کنترول ترلاسه کولو هوډ یې درلود.

له دې مخکې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان ویلي و، هېڅ کله به کردي ځواکونو ته وسلې ورنه کړي او د امريکا يانو له لوري به هم هغوى ته د وسلو د لېږد مخه ډب کړي. د ښاغلي اردګان په خبره، دوى د ترهگرو ملاتړ نه شي کولاى.

" موږ د کردستان د کارگرانو گوند (پي کې کې) او ډیموکراټيک يووالى گوند ته په يوه سترگه کورو. دا به امريکا لپاره چې موږ ورسره ملگري او د ناټو په اډانه کې سره ټلوال يو، ناسمه کړنه وي چې په ډاگه خبرې وکړي او له موږ نه يې دا تمه وي چې د يوې ترهگرې ډلې ملاتړ ته هو ووايو. موږ دې ته مثبت ځواب نه شو ورکولى.

دا په داسې حال کې ده چې د کوباني په کلابند ښار کې يو لوړ پوړى چارواکى وايي کردي پېشمرگه ځواکونه او د خلکو د ملاتړ ډلگۍ د اسلامي دولت د ډلې له وسله والو سره په سختو نښتو کې ښکېل دي. ادريس نسان بي بي سي ته وويل کردي ځواکونه به د اړينو وسلو د نشتوالي سره سره د دغه ښار دفاع ته دوام ورکړي.

ښاغلى نسان وايي، چې دوی د ترهگرو په وړاندې چې له دريو غاړو، له ختيځ، لوېديځ او سويل لوري بريدونه کوي سخته جگړه کوي، ان دا چې د خلکو د ملاتړ ډلگۍ کافي وسلي او مهمات نه لري، خو د دوى روحيه ډېره پياوړې ده. ځکه دوى په هغه څه چې کوي یې باور لري او په دې باوري دي چې د ځان دفاع کوي."

په همدې حال کې د امريکا پوځ د جگړې په تړاو په خپلو وروستيو څرگندونو کې ويلي چې د اسلامي دولت پر مورچلو يې په سوريه کې ديارلس او په عراق کې لس هوايي بريدونه کړي دي.