ټوني بلېر: د افراطیت پرضد د فکرونو جګړه وګټئ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ترکیې او سوريې ترمنځ پولې ته نژدې له یوې حملې نه مهاجرین تښتي

په دې وروستیو کې، د عراق او سوريې د پېښو په اړه نړیوال غبرګون کې ستر بدلون لیدل کېږي. د امریکا تر مشرۍ لاندې، څه باندې۴۰ هېوادونو د ’’اسلامي دولت’’ د فعالیت پرضد جګړې کې برخه اخيستې.

دا فيصله سمه ده خو کافي نه ده. ځکه چې دا مسله یوازې د تروريستي ډلو لکه ’’اسلامي دولت’’، بوکو حرام او الشباب په پرتله ډېره لویه ده. د اسلامي بنیادګرۍ موضوع یوه بنسټیزه مساله ده. موږ باید ددې ستونزې نړیوالتوب او د هغې کچې ته پام وکړو، او ددغه تحلیل او تجزيې پربنسټ د هغې د حلولو لپاره تګلارې غوره کړو.

تېره میاشت، ما د یوې مقالې په ترڅ کې، هغه اوه ګوني اصول بیان کړل چې زما په آند ددې ستراتېژۍ د پرمخ بېولو لپاره ضروري دي. په دې اړه یوه موضوع د بهرنۍ مداخلې مساله ده.

شک نشته چې د ’’اسلامي دولت’’(ISIS) په شان ډلو سره د مقابلې لپاره د زورکارولو ته اړتیا ده؛ ځکه چې دا داسې یوه ډله ده چې بې تردیده جنګیږي، بې رحمه وژنې کوي او بې افسوسه مري.

خو زما د تحلیل اصلي خبره دا ده چې د اوسني نسل مشرانو پر وړاندې یوه ډېره مهمه پوښتنه پرته ده او هغه دا چې موږ نه یوازې باید د سخت دریځو د اعمالو مخه ونیسو، بلکې باید فکروکړو چې مفکوره يې څنګه ماته کړو.

ځکه، هرکله چې دداسې ډلو سره جنګیږو، که د پیدا کېدلو بنسټیزعوامل يې له منځه یو نه سو، ډېر ژر د هغې پرځای یوه بله ډله راپیدا کېږي. د یوې انحرافي ایډیالوژۍ سره د مبارزۍ په خاطر، په اوږده مهال کې باید دا ومنو چې تعلیم او پوهنه روزنه یوه امنیتي مساله ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کابل کې زده کوونکې: ټونې بلیر وايي په ټولو ښونځیو کې باید نورو مذهبونو ته ددرناوي سبق وویل شي.

دا چې د بنیادګر اسلامیزم په اړه بحثونو کې دا مساله نادراً یادېږي، هم د حیرانتیا اوهم د اندېښنې وړ ده.

ځکه هره ورځ په ټوله نړۍ کې، په میلیونونو او حتی په لسګونو میلیونو ځوانو ماشومانو ته په رسمي یا غیررسمي ډول، د نوروعقیدو پرضد ددښمنۍ سبقونه ویل کېږي.

د نړۍ په هکله نظریات

د نړۍ په هکله دا ډول نظریات په پراخه کچه تبلیغ، ترویج او تدریسېږي، او د هغې لپاره د پیسو ټولولو پراخې شبکې او سازمانونه کار کوي، ځينې يې د منځني ختیځ څخه او نور يې په خپلو سیمو کې مرستې ترلاسه کوي.

دا مرکزونه بنیادګرۍ روزي او وده ورکوي. په تېره بیا د سلفي وهابیزم د نظريې صادرولو په نړۍ کې اسلامي زده کړو باندې ستر اغېز کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ټوني بلېر وايي هغو نظریاتو سره باید مقابله وشي چې افراطیت ته وده ورکوي

زه نه وایم چې هغوی ځوانانو ته افراطیت ورزده کوي. زیاتره يې دا کار نه کوي. خو د نړۍ په هکله داسې نظریات ورزده کوي چې ځوان او ناپاخه مغزونه د انحراف لوري ته بیايي، او داسې یو دریځ ته يې رسوي چې له نورو کسانو سره چې له دوی سره همفکره نه دي، تاوتریخوالی ولري.

زموږ په وړاندې ګواښ دا دی، هغو ځوانانو ته چې د تروریستانو تر اغېز لاندې راتلای شي باید وښیو چې دوی د خپلو هیلو د پرمخ بېولو لپاره نورې بهترې لارې هم لري، ددوې لپاره یوازینۍ سمه لاره دا ده چې نور خلک له ځانه سره برابر وګڼي او د هرې عقیدې او کلتورڅخه چې وي درناوی يې وکړي.

دا هغه نظریه ده چې زه يې د خپلې خیریه موسسې له لارې پرمخ بیایم.

زما دا خیریه موسسه د پاکستان، امریکا او سینګاپور په ګډون په ۳۰ هیوادونو کې فعالیت کوي، او په ښوونځیو کې د ۱۲-۱۷ کلنو زده کوونکو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.

په دې ښونځیو کې ځوانان په هغو درسونو کې برخه اخلي چې دوی ته د نورو مذهبونو او عقیدو درلودونکو خلکو، د انسانې هویت بېلابېلو اړخونو او د یو نړیوال هېواد اوسېدونکو د اړتیاوو په هکله معلومات او پوهاوی ورکوي.

همداراز دوې د ویدیو کنفرانسونو له لارې د نړۍ له نورو ښونځیو سره تماسونه نیسي. د مثال په توګه د لبنان یا اندونیزیا ځوانان د اوکراین یا بریتانیا د ښونځیو د زده کونکو سره خبرې کوي او یو بل ته د خپلو ارزښتونو په اړه غږېږي.

دا کېدای شي د زده کوونکو لپاره یوه ژوره تجربه اوسي. زه په دې وروستیو کې د جاکارتا یوه اسلامي ښوونځي ته ورغلم. د هغه ځای ماشومانو د هندوستان د یوه ښوونځي له زده کوونکو سره چې زیاتره يې هندوان و، د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ددغو ځوانانو ترمنځ خبرې چې ددوی د مذهبونو او کلتورونو د سختو مسالوپه اړه يې کولې زما لپاره ډیرې په زړه پورې وې او زه وپوهېدم چې ددغسې تماسونو له لارې څه شیان ممکن دي.

بدلون

سره له دې چې هغوې په بېلوهېوادو کې اوسیږي او بېل بېل مذهبونه لري، سره یوځای شول او د ګډې تجربې په مرسته يې یوبل بهتره وپېژندل. ددغسې اړیکو نتیجه په څرګنده تر ډېره حده مثبته ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نایجریا د ابوجا په ښار کې میندو د بوکوحرام ډلې پرضد مظاهره کړې، ځکه چې ددوی د ښوونځیو نجونې ‎يې تښتولې دي

موږ تر اوسه یوازې ۱۰۰۰۰۰ زده کوونکو ته ځان رسولی، ښکاره ده چې دا کافي نه ده په داسې حال کې چې بلې خوا ته ډېرو نورو ځوانو خلکو ته د مذهب او نړۍ په هکله بل ډول نظریات ورزده کول کېږي.

په داسې یوه نړۍ کې چې خلک له نژادي او کلتوري پولو تېرېږي او یو له بله سره ګډېږي، د منفي نظریاتو خپرول د هغو ځوانانو له اړتیاوو سره کاملاً په تضاد کې دي چې غواړي په ۲۱مه پېړۍ کې بریالي اوسي.

نو که موږ دا مساله په صداقت او په څرګنده حل نه کړو، ټول امنیتي اقدامات او جګړې هېڅ کومه نتیجه نه ورکوي.

تر ټولو احمقانه هغه نظریه ده چې وايي د نسلونو د مغزونو ددې بدلون پروسه دې همداسې پرېښودل شي.

په داسې حال کې چې موږ په ملیاردونو ډالره پر امنیتي اړیکو باندې لګوو.

نړیوال اهمیت

موږ باید د ۲۰ صنعتي هېوادونو (G20) په غونډې یا دغسې کومې بلې مناسبې غونډې کې دا مساله د نړیوال اهمیت درلودونکې یوې ډیرې عاجلې مسالې په توګه راپورته کړو او د ټولو هیوادونو په ګډه سلا او د ملګرو ملتونو په تایید سره دا مسؤولیت ومنل شي، چې زموږ په تعلیمي نظامونو کې، د مذهبي درناوي ارزښت، زده کونکو ته د زده کړې یوه برخه شي.

خو، دا به د مذهبي ښونځیو د ختمېدو په معنا نه وي، ځکه موږ هېوادونه دې ته نه اړ کوو چې خپلو ماشومانو ته دا سبق ورکړي چې ټول مذهبونه یوشان دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نوبل جایزې وړونکې، ملالې یوسفزۍ، باندې له دې امله برید وشو چې د زده کړې له حق نه يې دفاع کوله

د کاتولیک مسیحیانو ښونځي به د پخواپه شان خپلو ماشومانو ته د کاتولیک مذهب ارزښتونه ور زده کوي.

اسلامي هېوادونه به د پخواپه شان خپلو ماشومانو ته اسلامي ارزښتونه ورزده کوي.

خو، ټول باید خپلو ماشومانو ته دا هم ورزده کړي چې د نوروعقیدو او مذهبونو پیروانو سره یوشان رویه وشي او یوشان درناوی يې وشي او موږ باید هغه ډول زده کړې له منځه یوسو چې نفرت او دښمنۍ ته لمن وهي.

دا باید یوعام او نړیوال مسؤولیت اوسي، لکه هغسې چې د نژاد پرستۍ پرضد مبارزه کېږي یا د ژوند د چاپېریال د ساتنې لپاره هڅې کېږي. هېوادونه باید مجبوره کړل شي چې درناوي یا احترام ته وده ورکړي او عدم احترام له منځه یوسي.

ډېر شواهد شته چې ددغسې یو پروګرام ګټورتوب ښيي.