م. م له عراقي حکومته د اعدام سزا ختمول غوښتي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېر اګست تر وروستیو پورې په عراق کې ۶۰ کسان اعدام شوي، چې پر ۱۷۰۰ نورو کسانو هم د اعدام حکم ختلی دی.

ملګرو ملتونو له عراقي حکومته د اعدام د سزا درولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي، په عراقي محاکمو کې پر روڼوالي شک دی.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ له دفتر او د دغه سازمان د بشري حقونو له دفتره په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، عراق کې د عدالت پلی کولو کې نیمګړتیاوې دي.

د تېر اګست تر وروستیو پورې په عراق کې ۶۰ کسان اعدام شوي، چې پر ۱۷۰۰ نورو کسانو هم د اعدام حکم ختلی دی.

په راپور کې د اعدام پر حکمونو شک ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د عراق مخکني ولسمشر جلال طالباني له اعدام سره مخالف و، خو مرستیال ولسمشر به بهر ته د طالباني د سفر کولو له فرصته ګټه اخیسته او د اعدام حکمونه به یې لاسلیکول.

پر اعدام د محکمولو شویو ولسي وګړو خپلوانو ویلي، ځینې وخت یې له اعدام سزا نه د خپلو دوستانو د ژغورلو لپاره ۱۰۰ زره ډالر هم ورکړي دي، خو ډېر کله ښځې له هېڅ محرم پرته په زندان کې د نامالوم وخت لپاره بندیانې شوې دي.

د بشري حقونو د ډلې استازي امیر زید بن رعد الحسین او په عراق کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای ملادینوف ویلي، عراق باید د اعدام سزا وځنډوي.

په راپور کې ویل شوي، چې عراقي حکومت د تاوتریخوالي کوونکو د ځپلو لپاره له اعدامه ګټه اخلي:

ښکاري چې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره دا ښه چاره نه ده، بلکې اعدام د تاوتریخوالي کوونکو پرضد ترسره کېږي".

په راپور کې دا نه ده منل شوې، چې ګني په عراق کې له اعدام سره ولسي خلک هم همغاړي دي.

ملګرو ملتونو د کردستان له حکومته هم غوښتي، چې د اعدام حکم په چورلټ ډول ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، تېر کال په نړۍ کې د اعدام د سزا په پلي کولو کې زیاتوالی راغلی دی.

که څه هم چین په نړۍ کې تر ټولو ډېر اعدامونه تر سره کوي، خو تېر کال په ایران او عراق کې د مرګ سزاګانې په پرتلیز ډول ډېرې وې.

ورته مطالب