ترکیه د کوباني جګړه کې کردي جنګیالیو ته لار ورکوي

مولود چاووس اوغلو د انځور حقوق AP
Image caption وړاندې ترکیې سوریې ته له خپلې خاورې د کردي جنګیالیو له ورتګه ډډه کړې وه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، هېواد یې کوباني کې له "اسلامي دولت" ډلې سره د جنګېدو لپاره عراقي کردي جنګیالیو ته د ترکیې له لارې د ورتګ اجازه ورکوي.

ښاغلي اوغلو ویلي، په دې اړه لاهم خبرې روانې دي، خو له ډېرو جزییاتو ورکولو یې ډډه وکړه.

په کوباني کې په وروستیو اونیو کې د جګړې د سختېدا له کبله زیاتره وګړي له خپلو مېنو وتلي او د ترکیې پر پوله دېره شوي او یا هم ترکیې ته اوښتي دي.

ترکیې تر اوسه د عراق د کورواکي کردستان کردي جنګیالیو (پیشمرګه) ته اجازه نه ده ورکړې، چې د سوریې کوباني ښار ته د جګړې لپاره د ترکیې له لارې ولاړ شي.

وړاندې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي وو، د امریکا له هغه پلان سره موافق نه دی، چې د "اسلامي دولت" پرضد دې د کردي جنګیالیو ته وسلې ورکړل شي.

نوموړي دا څرګندونې پر یکشنبې وکړې، چې په وینا یې که "اسلامي دولت" هرڅومره د سوریې – ترکیې پولو ته څېرمه پر کردي مېشتو سیمو بمباریو ته دوام ورکړي، ترکیه به یې پر وړاندې په وړاندې پوځي ګام وانخلي.

ترکیه هغه کردي جنګیالي، چې په سوریه کې د کردستان د کارګر ګوند په ملاتړ جنګېږي، د ترکیې جلا غوښتونکي ګڼي، چې له تېرو دېرشو کلونو راهیسې د بېلتون په پلوۍ مبارزه کوي.

ترکیې او امریکا له ناټو سره په ګډه دغه ډله "ترهګره" بللې ده.

د وسلو ور غورځول

د امریکايي ځواکونو پوځي الوتکو له هوا نه هغو کردي ځواکونو ته وسلې، کارتوس او طبي توکي غورځولي، چې د سوریې شمال کې د کوباني ښار دفاع لپاره له اسلامي دولت ډلې سره په جګړه بوخت دي.

د پینټاګان په وینا باروړونکو الوتکو په عراق کې د کردانو لخوا ورکړل شوي توکي ( څو ځلې ) لېږدولي دي.

امریکايي هوايي بریدونو د اسلامي دولت ډلې وسله والو په شا تمبولو کې مرسته کړې، چې د ترکیې پولې ته څېرمه کوباني ښار کنترول ترلاسه کولو هوډ یې درلود.

د انځور حقوق Getty
Image caption پر ترکیې د خپلو کردي وګړو فشار دی، چې د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې همکاري وکړي

له دې مخکې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان ویلي و، هېڅ کله به کردي ځواکونو ته وسلې ورنه کړي او د امريکا يانو له لوري به هم هغوى ته د وسلو د لېږد مخه ډب کړي. د ښاغلي اردګان په خبره، دوى د ترهگرو ملاتړ نه شي کولاى.

" موږ د کردستان د کارگرانو گوند (پي کې کې) او ډیموکراټيک يووالى گوند ته په يوه سترگه کورو. دا به امريکا لپاره چې موږ ورسره ملگري او د ناټو په اډانه کې سره ټلوال يو، ناسمه کړنه وي چې په ډاگه خبرې وکړي او له موږ نه يې دا تمه وي چې د يوې ترهگرې ډلې ملاتړ ته هو ووايو. موږ دې ته مثبت ځواب نه شو ورکولى.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا او ترکیه د کردي جنګیالیو پر وسله وال کېدو سره یو نه دي

ورته مطالب