د نړۍ تر ټولو بد ۱۰ هوايي ډګرونه

د هوايي ډګرونو په اړه یوه نوې څېړنې د نړۍ تر ټولو بد لس هوايي ډګرونه په ګوته کړي دي. دغه هوايي ډګرونه د ځینو انډولو او په هغو کې د اړینو آسانتیاو د نه شتون له مخې غوره شوي دي.

د دغې څېړنې په ترڅ کې له مساپرو د هوايي ډګرونو د ترمینلونو د آسانتیاوو، چلند، د کېښناستو او یا ویده کېدو د ځای او د کارکوونکو د چلند او مهربانۍ په اړه لنډې پوښتنې شوې دي.

دغه راز د ترمینل د ګڼې ګوڼې، خوراکي توکو ته د لاسرسي، پاکوالي، بد بوی او تشنابونو نه شتون او نور موضوعات هم په پام کې ونیول شي.

د انځور حقوق
Image caption د بینظیر بوټو په هوايي ډګر کې د پرمختللې ټکنالوژۍ او پاکوالي د نه شتون خبر شوې ده، ګڼې ستونزې پکې لیدل کیږي.

د مساپرو د نظرونو پر بنسټ د نړۍ لس بد هوايي ډګرونه په دې ډول دي:

۱ ـ پاکستان اسلام آباد د بینظیر بهوټو نړیوال هوايي ډګر:

د بینظیر بوټو په هوايي ډګر کې د پرمختللې ټکنالوژۍ او پاکوالي د نه شتون خبر شوې ده، ګڼې ستونزې پکې لیدل کیږي.

یوه مساپر ویلي دغه هوايي ډګر د مرکزي زندان په شان دی. مساپر وايي د دغه هوايي ډګر دننه او بهر جارچیان او ټکسي چلوونکي خلک لوټي.

خو مساپر خوښ دي چې په ۲۰۱۶ کې به د بینظیر بوټو له نړیوال هوايي ډګر سره بل نوی هوايي ډګر جوړ شي چې کېدای شی د اوسنیو ستونزو حل ته پکې پام شوی وي.

۲ – سعودي عربستان- جده، د پاچا عبدالعزیز نړیوال هوايي ډګر:

د جدې هوايي ډګر د سعودي عربستان تر ټولو بوخت هوايي ډګر دی. دغه هوايي ډګر له مکې معظمې سره په خوا کې پروت دی او زیاتره حاجیان د همدې هوايي ډګر له لارې تګ راتګ کوي.

دغه هوايي ډګر تر ډېره پاک دی، خو ګڼه ګوڼه یې یوه ستونزه بلل کیږي خو مساپرو ته پوره آسانتیاوې نه برابریږي. له مساپرو سره د هوايي ډګر کارکوونکو پر چلند ډېرې نیوکې کیږي.

یو مساپر وايي دا د باور وړ نه ده چې د دغه هوايي ډګر کارکوونکي څنګه خپلې دندې ترسره کوي. کله چې سلګونه مساپر پر لیکه ولاړ وي د دغه هوايي ډګر کارکوونکي له یو بل سره اوږدې کیسې او خبرې کوي.

خو کیدای شي دغه ستونزې د نوي هوايي ډګر په جوړېدو سره چې چارې یې په ۲۰۱۵ کال کې پای ته رسیږي له منځه ولاړې شي.

۳ – نیپال – کتمندو، د ترایبوان نړیوال هوايي ډګر:

د انځور حقوق bbc
Image caption یو مساپر وايي خدای مو هیڅکله د دغه هوايي ډګر تشنابونو ته اړتیا مه پېښوه.

د نیپال یواځنی نړیوال هوايي ډګر په یوې بې وزله سیمې کې د بس موټرونو له اډې سره پرتله شوی دی. د هوايي ډګر پاکوالي ته نه پام د مساپرو تر ټولو ستره اندېښنه بلل شوې.

زیاتره وخت ناخوښه مساپر د هوايي ډګر د نیمګړتیاوو او خواشینونکي حالت کې ویده کیږي. دغه راز دا یوه کمزوري او ګډوډي بولي.

یو مساپر وايي خدای مو هیڅکله د دغه هوايي ډګر تشنابونو ته اړتیا مه پېښوه.

۴ ـ مانیلا – فلیپین د نینوی اکینو نړیوال هوايي ډګر:

د دغې څېړنې له مخې وروسته تر دریو کلونو چې د مانیلا نړیوال هوايي ډګر د نړۍ تر ټولو بد هوايي ډګر بلل شوی وو اوس په خپل دریم ترمینل کې د ځینو پرمختګونو له کبله یو څه ښه شوی دی.

تر اوږده انتظار وروسته د لومړي ترمینل بیارغونه هم پیل شوې. خو بیا هم مساپرو د زیاتې ګڼې ګوڼې، اوږدو لیکو، لږو څوکیو، د تشنابونو د بد بوی او د کارکونکو د نه دوستانه چلند په اړه شکایتونه کړي دي.

یو مساپر د دغه هوايي ډګر په اړه وايي، دا یو ناپاک، له ګڼې ګوڼې ډک، له غږونو ډک او سخت ګرم هوايي ډګر دی. د دغه هوايي ډګر په هیڅ برخه کې هم آن د نیمايي انتظار کوونکو مساپرو لپاره څوکۍ نشته.

۵ ـ ازبکستان ـ تاشکند، د تاشکند نړیوال هوايي ډګر:

د تاشکند په هوايي ډګر کې د انتظار پر مهال په اوږدې لیکې کې خپل ځای وساتی او ښايي د څنګلې کارولو ته مو اړتیا شي.

د بډو غوښتلو په اړه ځینې شکایتونه شوي دي. د کډوالۍ( ایمیګریشن) چارې ډېر په شک او نیمګړې توګه سره ترسره کیږي.

سهار وختي مساپر په ډېرې سختې په لیکو کې ځای موندلی شي.

یو مساپر د تاشکند د هوايي ډګر په اړه وايي هغه کسان چې په کتار کې ستاسو تر شا ولاړ وي په ډېرې زیرکۍ سره هڅه کوي چې د خپلو بکسونو په وسیلې ځان مخ ته کړي. بکسونه ستاسو پښو ته در وړاندې کوي او تاسو هم ځای ورپرېږدی، خو پام مو وي چې په لیکه کې خپل ځای تینګ وساتی.

۶ – فرانسه ـ پاریس د بوایس تیلې نړیوال هوايي ډګر:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بوایس تیلې هوايي ډګر له ښاره ۸۸ کیلومتره لېرې پروت دی. چې یواځې په شخصي موټرو او یا هم د هوايي شرکت په موټرو کې ورتګ کیږي.

د دغې سروې له مخې ځینې لاملونه شته چې دغه نړیوال هوايي ډګر د نړۍ د لسو بدو هوايي ډګرو په کتار کې راولي.

د بوایس تیلې هوايي ډګر له ښاره ۸۸ کیلومتره لېرې پروت دی. چې یواځې په شخصي موټرو او یا هم د هوايي شرکت په موټرو کې ورتګ کیږي.

دغه هوايي ډګر ته رسېدل لږترلږه یو نیم ساعت وخت غواړي. کله چې د هوايي ډګر ترمینل ته ورسېږې نو ودانۍ به یې داسې به درته وبرېښي د بسونو اډه. تنګ، مختصر او کارکوونکي ډېر صمیمانه چلند نه لري.

خو د فرانسې په ګڼو نورو هوايي ډګرونو کې بیا د پام وړ آسانتیاوې شته او خپل ښایست هم لري.

د بیوایس تیلې هوايي ډګر په اړه یو مساپر وايي: دغه هوايي ډګر په نړۍ کې تر ټول خراب هوايي ډګر دی، په جدي توګه وایم دغه ځای داسې نه ښکاري، لکه چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو دلته راځي.

۷ - جرمني ـ فرانکفورت د فرانکفورت هان نړیوال هوايي ډګر:

د انځور حقوق AP
Image caption دا د اورپا دویمه کچه ترمینل ښکاري، تیاره دی او مساپرو ته پکې چندان ښه هرکلی نه ویل کیږي.

د پاریس بوایس هوايي ډګر په شان د فرانکفورت هان ستونزه هم له ښاره د دغه هوايي ډګر لېرې والی دی چې د فرانکفورت له ښاره د دغه هوايي ډګر واټن نور هم ډېر دی او ۱۲۰ کلیومترو ته رسیږي.

په کوچنیو موټرو کې دغه واټن په یو نیم ساعت او په بس موټرو کې ښايي دوه ساعته وخت ونیسي. چې دا خبر مساپرو ته ډېره د پام وړ ده.

دا د اورپا دویمه کچه ترمینل ښکاري، تیاره دی او مساپرو ته پکې چندان ښه هرکلی نه ویل کیږي.

د فرانکفورت هان هوايي ډګر په اړه یو شمېر مساپرو ویلي، دا چې په دغه هوايي ډګر کې څوکۍ اوسپنیزې دي نو د کېښناستو او ویده کېدو لپاره ښه ځای خپل بکسونه او یا هم له کرایه شوي موټر سره نژدې د ځمکې سر دی.

۸،۹ ۱۰

د نړۍ په اتم، نهم او لسم بدو هوايي ډګرونو کې د ایتالیا د بېرګامو اوریوالسېرو، د برلین تیګېل او د نیویارک لاګواردیا نړیوال هوايي ډګرونه ګڼل شوي دي، چې تر ډېره پکې ورته ستونزې لیدل شوې دي.