"تر څو اونیو به د ایبولا سیروم چمتو شي"

Image caption په امریکا کې وار له مخه د ایبولا څلور قضیې موجودې دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په راتلونکو څو اونیو کې به ښايي په لوېدیځې افریقا کې د ایبولا ناروغۍ د درملنې لپاره هغه سیروم د لاسرسي وړ شي، چې له ایبولا نه د رغېدلو ناروغانو له وینې جوړېږي.

د دغه سازمان یوې لوړپوړې چارواکې ماري پاول کایني وویل، په لایبېریا کې د ایبولا لرونکې وینې د پروسس کولو لپاره د داسې لابراتوارونو پر جوړولو کار روان دی، چې پر مټ به یې سیرومونه تولید شي او د نویو ناروغانو د درملنې لپاره به وکارول شي.

که چېرې یو کس د ایبولا له ناروغۍ ورغېږي دا په دې معنی ده چې بدن یې کولی شي څه ډول له دغه ویروس سره مبارزه وکړي او په وینه کې داسې انټي باډي رامنځ ته شوي چې پر دغه ویروس د حملې توان لري.

په دې توګه ډاکټران به د دغه ناروغ له وینې سیروم جوړ کړي له وینې نه د سرو کرویاتو په لرې کولو سره هغه پلازماوې به په لاس راشي چې د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره اړین انتي باډي لري.

مېرمن کایني په ژنيوا کې د خبرو پرمهال همدا راز وویل، په دغه بهیر کې د دوو شونو واکسینو پر جوړولو کار روان دی.

که دغه واکسین خوندي ثابت شي، د چارواکو په وینا له راتلونکې جنورۍ میاشتې به په لوېدیځې افریقا کې لسګونه زره خلکو ته ورکړل شي.

له بله پلوه له سیرالیون نه راپورونه وايي، په یوه ختیځ ښارګوټي کویدو کې وروسته له هغې تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې روغتیاپالانو له خپل استوګنځای نه د هغې نوي کلنې ښځې د ویستلو هڅه وکړه، چې پر ایبولا باندې د اخته کېدو شک پرې کېده.

یوه پولیس چارواکي بي بي سي ته ویلي، د دې مېرمنې زوی پر روغتیايي کارکوونکو د ډبرو ګوزارونه وکړل، چې وروسته د سیمې خلکو هم په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.

پولیسو په ځواب کې پر خلکو ډزې کړې، چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ایبولا ناروغۍ له ۴۰۰۰ نه ډېر کسان وژلي

بله خوا امریکا د ایبولا ناروغۍ د خپراوي د مخنیوي لپاره په خپلو هوايي ډګرونو کې تدابیر سخت کړي دي.

د لوېدیځې افریقا له دریو ځپل شویو هېوادونو نه چې هر څوک دغه هېواد ته ورځي، یوازې د پینځو هوايي ډګرونو له لارې ورتلای شي، چې هلته به یې روغتیايي ازموېنې تر سره کېږي.

په امریکا کې وار له مخه د ایبولا څلور قضیې موجودې دي، چې یوه ناروغ پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مطالب