''د اسلامي دولت ضد بمباریو کې تر ۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي''

د انځور حقوق Reuters

سوري فعالان وايي، د ''اسلامي'' دولت ډلې خلاف د امریکا په مشرۍ ایتلاف هوايي بریدونو کې، چې یوه میاشت مخکې پیل شوي، له پنځه نیم سوه ډېر کسان وژل شوي، چې وايي ډېری یې اورپکي دي.

سوریې کې د بشري حقونو څار ډله، چې مرکز یې برتانیا کې دی وايي، دغو هوايي بریدونو کې له ۴۶۰ ډېر وسله وال، چې د ''اسلامي دولت'' ډلې اړوند وو، وژل شوي او وايي د النصره جبهې ۶۰ وسله وال هم دغو بریدونو کې وژل شوي، چې د القاعده اړوند ده.

۳۲ ملکي کسان هم وايي دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

خپله د سوریې کوباني ښار کې له شپې مهال یو څه کراري وروسته جګړه بیا پیل شوې ده او کردي ځواکونه د اسلامي دولت ډلې د توپو درنو ډزو مخنیوي هڅې کوي

له ۳ خواوو بریدونه

د سوریې پر عین العرب (کوباني) ښار د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو له درو خواوو بریدونه کړي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر کوباني د ایتلافي ځواکونو تر بمبارۍ وروسته لوګی پورته کېږي.

په دې لړ کې د دغې ډلې او د کردي د ولسي ملاتړو ځواکنو ترمنځ هم نښته شوې ده.

نړیوال ایتلاف د تېرې چارشنبې پر ماسپښین د کوباني په جنوب لوېدیځ کې څلور ځلې بمبارۍ وکړې.

دغه بمبارۍ تر ماسپښین وروسته دوه بجې پر سیمه ییز وخت د کوباني په جنوب لوېدیځ کې هغه مهال وشوې، چې د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو پر ښار له درو خواوو(ختیځ، لوېدیځ او سوېل) د برید لپاره تابیا نیولې وه.

پر همدې مهال، له کوباني ښار نه د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د ښار له منځه ځینو سرچینو ویلي، چې له ښاره تور لوګی پورته کېږي، ځکه چې هلته ''اسلامي دولت'' ځینو کورونو ته اور ورته کړی دی.

د عراق کردستان پارلمان کوباني ته د ښار د دفاع لپاره د پیشمرګه ځواکونو استول تایید کړي دي.

نوې ناروغۍ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر ښار د 'اسلامي دولت' له خوا له درو خواوو تر بریدونو وروسته جګړه بیا پیل شوې.

ځینې ناتایید شوي رپوټونه وايي، په کوباني کې د کیمیاوي وسلو د کارونې او روانې جګړې له کبله ځینې نوې ناروغۍ پیدا شوې دي.

کردي خبریال مطصفی بالي د کوباني د ښار له منځه بي بي سي ته ویلي، په ښار کې یې لسګونه داسې ټپي شوي او اغېزمن شوي کسان ولیدل، چې ظاهراً د کیمیاوي وسلو د کارونې نښې یې پر بدن ښکارېږي.

دی وايي، ترکي چارواکو خپلې خاورې ته د ټپیانو لېږدولو ته اجازه ورنه کړه، او نه کوباني کې داسې ازمېښتځایونه شته، چې ددغو کسانو تشخیص او درملنه پکې وشي.

خو تر اوسه کومې رسمي سرچینې دغه خبر نه دی تایید کړی.

په ترکیه کې پولې ته څېرمه د بي بي سي خبریال وايي، له کوباني ښاره د لوګي لویې ورېځې اسمان ته پورته کېږي.

د ښار په ختیځه برخه کې د چاودنو او جګړو غږونه اورېدل کېږي.

پوځي مرسته

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ایتلاف الوتکو په عین العرب (کوباني) کې د 'اسلامي دولت' پر هدفونو بمبار کړی.

د نړیوال ایتلاف پوځي الوتکو د کوباني ښار پر جنوب لوېدیځه برخه دوه ځلې بمباري وکړه.

د سې شنبې په ورځ هم په ښار کې جګړه شوې وه.

د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) ویلي، د امریکا هوايي بریدونو او کردي جنګیالیو د ''اسلامي دولت'' پر جنګیالیو کړۍ راتنګه کړې ده، خو وايي لاهم د دغه ښار د سقوط وېره شته.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند امیرالبحر جان کیري ویلي، که څه هم کردي جنګیالي د کوباني پر ډېرو برخو واکمن دي، خو ددغه ښار وضعیت بیا هم ډېر خراب دی.

د سوریې ملاتړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نړیوال ایتلاف ویلي، د عین العرب شاوخوا یې شپږ وارې بمبار کړ.

بل خوا، د سوریې حکومت ویلي، د کوباني ښار د ملاتړ لپاره له کردي جنګیالیو سره د جنګي الوتکو او نورو پوځي توکو د همکارۍ وړاندیز کړی دی. سوریه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د نړیوال ایتلاف غړیتوب نه لري.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر عمران الزغبي ویلي ''دولت د کوباني ملاتړ ته د خپلو ټولو پوځي، لوژستیکي، وسلو او نورو وسایلو همکارۍ ته چمتو دی''.

ورته مطالب