ایبولا مخنیوي لپاره امریکا کې کلک تدبیرونه شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چاپیریال کې د ایبولا ناروغ شتوالی له کبله هم د ویروس خپرېدو وېره وي

د امریکا نیویارک ښار او نیو جرسي والیانو امر کړی، هغه ټول مساپر چې له لوېدېځې افریقا نه متحده ایالتونو ته ځي او د ایبولا ناروغانو سره یې هر ډول اړیکه لرلې وي، باید د ۲۱ ورځو لپاره ګوښي وساتل شي. د اندرې کومو او کریس کرسټي دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې یوه ورځ مخکې د ډاکټر کریګ سپینسر وجود کې ایبولا ویروس وموندل شو. نوموړی له ګینې نه امریکا ته ستون شوی و. دواړو والیانو وویل، له افریقا نه راغلی یو بل روغتیا پال هم ګوښی شوی، خو وايي د هغه په وجود کې د ایبولا ویروس نه دی موندل شوی. په ورته مهال ټکساس کې هغه دوې نرسانې له ایبولا پاکې بللې شوې، چې لایبریا نه راغلي ایبولا ناروغ درملنې پر مهال ناروغې شوې وې. له هغوی نه یوه نرس نینافام، له روغتونه کورته استوله شوې. نوموړې ته ولسمشر باراک اوباما بلنه ورکړه، چې سپینې ماڼۍ ته ورشي او هغې له ولسمشر اوباما سره ولیدل. بل لور ته مالي کې د ایبولا ښکار شوې دوه کلنه ماشومه مړه شوې ده. د روغتیا نړیوال سازما منلي، چې دغې ماشومې دوه سوه کیلومتره بس ګاډي کې سفر کړی و او وايي لږ تر لږه ۴۰ کسان دغې ماشومې سره اړیکه کې وو، چې وايي ټول ګوښي کړل شوي دي. ماشومه هاغه مهال خپلې انا، مالي ته بوتله چې ګینې کې یې مور ومړه. د افریقا لپاره د بي بي سي خبریال وايي، اوس مالي کې چارواکي د هغو کسانو لټون کې له ننګونو سره مخامخ دي، چې احتمالاُ له دغې ماشومې سره اړیکه کې وو.