عراق کې اسلامي دولت ډلې وسله وال په شا تمبول شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption تېر اګست میاشت کې اسلامي دولت ډلې پېشمرګه ځواکونه له زوماره وشړل او له هغه وروسته پرې د امریکا هوايي بریدونه پیل شول

عراق کې کردي ځواکونه وايي، د دغه هېواد شمال کې یې دولت اسلامي ډله په شا تمبولې او پر زومار ښار یې ولکه ټینګه کړې.

بل لور ته عراقي حکومتي ځواکونو ویلي، بغداد ته څېرمه جرف السخر سیمه کې دولت اسلامي ډلې وسله وال له هغې لارې په شاتمبوي، چې شیعه زیارت کونکي پرې تګ راتګ کوي.

د جمعې او شنبې په ورځو د امریکا په مشرۍ اییتلافي ځواکونو عراق کې پر اسلامي دولت ډلې ۲۲ هوايي بریدونه کړي.

اسلامي دولت ډلې له جون میاشتې راهیسې د عراق او سوریې پراخې سیمې خپل کنترول کې راوستې، چې د دوی دغه کنترول پای ته رسولو لپاره هوايي بریدونه کېږي.

د عراق پېشمرګه کردي ځواکونو ویلي، د امریکایانو هوايي بریدونو په مرسته یې د زومار شاخوا کې یو شمېر سیمو نه د اسلامي دولت ډلې وسله وال په شا کړي دي.

دغه سیمه له موصل ښار نه نژدې ۶۰ کیلومتره لرې ده. جون میاشت کې اسلامي دولت ډلې پر موصل ښار کنترول تر لاسه کړ.

تېر اګست میاشت کې اسلامي دولت ډلې پېشمرګه ځواکونه له زوماره وشړل او له هغه وروسته پرې د امریکا هوايي بریدونه پیل شول.

بل لور ته د لبنان تريپولي ښار کې ویل کېږي، چې د پوځیانو او اسلامي دولت ډلې پلوي سخت دریځو سنيانو تر منځ نښتو کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption خبریالان وايي د محرم الحرام میاشتې کې جرف السخر کې د دولت اسلامي ډلې شتوالی د زرګونو شیعه زیارت کونکو لپاره ګواښ بلل کېږي

ترکیې سره د سوریې سرحدي ښار کوباني کې د یوه هوايي برید پایله کې د اسلامي دولت ډلې توپخانه له منځه تللې.

د عراق حکومتي ځواکونو د بغداد سویل کې جرف السخر سمیې کې دولت اسلامي وسله وال په شا تمبولي.

دغه سیمه سویلي عراق کې د شیعه زیارت کونکو امنیت لپاره خورا مهمه بلله کېږي. ناتایید شویو رپوټو کې ویل شوي، چې د دغې سیمې ډېرې برخو نه اسلامي دولت ډلې وسله وال وتلو ته اړایستل شوي دي.

د ایالت والي صادق مدلول، رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

' موږ وتوانېدو له جرف السخر سیمې نه دولت اسلامي ډلې ترهګر وباسو، اوس موږ پر دولتي ودانیو حکومتي بیرغونه ټومبو '

خبریالان وايي د محرم الحرام میاشتې کې جرف السخر کې د دولت اسلامي ډلې شتوالی د زرګونو شیعه زیارت کونکو لپاره ګواښ بلل کېږي.

پر دغې سیمې کنترول تر لاسه کول له عراقي ځواکونو سره الانبار ایالت کې هم د اسلامي دولت ډلې ضد جګړه کې مرسته کولای شي.