د ايبولا قربانيانو شمېر ٥٠٠٠ ته ورسېد

د انځور حقوق epa

د هغو کسانو شمېر اوس ٥٠٠٠ته رسېږي چې ايبولا له منځه وړي دي او د هغو کسانو شمير تر ١٠٠٠٠اوړي چې په دې وايروس اخته دي.

داهغه پېښې دي چې په فزيکي ډول شمېرل شوي دي،خو د روغتيا نړيوال سازمان خبردارى ورکړي چې ښايي دغه پېښې د شمېرل شويوهغو دوه برابره وي

د مالي حکومت د هغو سلګونو کسانو د موندلو ستونزمنه چاره پیل کړې چې ښايي د اېبولا په وژونکې ناورغۍ اخته شوې وي ځکه چې په دې هېواد د اېبولا لومړنۍ ناروغه یوه دوه کلنه نجلۍ چې اوس مړه شوې ده له ګینې نه په بس کې د مالي لویدیځ ته تللې وه.

په دې نجلۍ کې د ناورغۍ نښې نښانې له سفر کولو دمخه څرګندې شوې وي.

تراوسه پورې له دې امله ۴۰ کسان قرنطین شوي او د مالي چارواکي وايي چې له ګیني سره به چې اېبولا په کې په پراخه کچه خپره شوې ده خپله پوله ونه تړي. ځکه چې دغسې یو اقدام به په دې خاطر هم عملي نه وي چې کورنۍ د پولې دواړو غاړو ته ویشلې پرتې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې پوله دې نه تړل کېږي او د سفر کولو په برخه کې یې مشورې ورکړې دي.

بل هېواد چې د اېبولا پېښې په کې ثبتې شوې امریکا ده. د امریکا ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې ټول هغه کسان چې د لویدیځې افریقا له ځپل شویو هېوادونو امریکا ته ستنېږي د ۲۱ ورځو لپاره به تر طبي څارنې لاندې نیول کېږي چې باوري شي چې په اېبولا نه دي اخته.

ولسمشر باراک اوباما له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د دې ناروغۍ د ماتولو لپاره سره یو موټی شي.

" ناروغان دا ناروغي ماتولې شي او موږ یې ماتولې شو خو موږ باید هوښیار اووسو. موږ باید په هره کچه فدرالي، دولتي او سیمه ییزه کچه په ګډه کار وکړو. موږ باید دې ناورغۍ ته د نړیوال ځواب ویلو مشري وکړو ځکه چې د دې ناورغۍ د مخنیوي او امریکایان ترې د خوندي ساتلو غوره لاره دا ده چې په لویدیخه افریقا کې یې د منابعو کې مخه ونیولی شي."

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه پورې اېبولا ناروغۍ نژدي پنځه زره کسان وژلي او څه باندې لس زره نور پرې اخته دي

ورته مطالب