د مهمو ودانيو ساتنې ته مصري پوځ بلل شوى

د انځور حقوق AFP
Image caption دا فرمان په داسې وخت کې ورکړل شوى چې تېره اوونۍ په سينا کې چاودنې شوې وې چې ٣٠ سرتيدې يې ووژل

د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسی د هېواد له پوځه غوښتي چې له پوليسو سره په گډه د مهمو ودانيو امنيت وساتي.

په قاهره کې د ولسمشرۍ وياند وايي دا نوى فرمان د هېواد د مهمو ودانيو د ساتنې لپاره ورکړل شوى دى.

په ودانيو او تاسيساتو کې د برېښنا، د غازو د نلليکې او د تيلو چاڼځايونه شامل دي.

ويل کېږي چې پوهنتونونه هم په دې فرمان کې ياد شوي چې بايد وساتل شي.

دا فرمان په داسې وخت کې ورکړل شوى چې تېره اوونۍ په سينا کې چاودنې شوې وې چې ٣٠ سرتيدې يې ووژل.

له هغو چاودنو وروسته ولسمشر سيسي په خپله وينا کې اسلامپالو ته گواښ کړى و او ويلي يې و چې دغه ډول کارونو ته به مناسب ځواب ووايي.

ښاغلي سيسي تېر کال د پخواني اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي حکومت ونړاوه او بيا يې وروسته په ټاکنو کې ځان کانديد کړ.

په ټاکنو کې جنرال سيسي برى خپل کړ.

د محمد مرسي له ليرې کېدا وروسته په مصر کې د اسلامپالو له خوا بريدونه ډېر شوې دي.

ورته مطالب