د سامسنګ عایدات لوېدلي

د انځور حقوق AFP
Image caption د روان کال په اوږدو کې د سامسنګ شرکت ونډو تر ۲۰ سلنې ارزښت له لاسه ورکړی

د ځیرکو ټیلیفونونو او نورو تخنیکي آلاتو جوړوونکي شرکت سامسنګ ویلي د روان کال لومړیو دریو میاشتو کې یې عایدات په تېرو دریو کلونو کې ټیټې کچې ته لوېدلي.

لامل یې د ځیرکو ټیلیفونونو په تقاضا او پلور کې کموالی ښوول شوی.

د جنوبي کوریا د ټکنالوژۍ دغې سترې کمپنۍ ویلي په تېرو درو میاشتو کې یې عایدات تر ۳.۸ مېلیارد ډالرو لوېدلي چې ۶۰ سلنه جوړوي.

د روان کال په اوږدو کې د سامسنګ شرکت ونډو تر ۲۰ سلنې ارزښت له لاسه ورکړی.

د سامسنګ د ځیرکو ټیلیفونونو څانګه چې د دغې شرکت لویه برخه جوړوي په دې هڅه کې ده چې په نړیوالو بازارونو کې له سیالې کمپنۍ اپل سره سیالي وکړي.

د سامسنګ ګلکسي ځیرک ټیلیفونونه په ټوله نړۍ کې خورا مشهور شوي.

خو له تېر څه وخت راهیسې ترې بازار چینايي ځیرک ټیلیفونونو لکه شوامي او لېنووو نیولی.

ورته مطالب