امریکا: د دولتي ودانیو امنیتي تدابیر کلکوو

د انځور حقوق Getty
Image caption امریکا دغه خبره وروسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې د کاناډا پارلمان پر ودانۍ برید وشو او په پایله کې یې یو سرتېری په ډزو ووژل شو

د امریکا حکومت اعلان کړی، چې په واشنګټن او د هېواد په نورو ښارونو کې د دولتي ودانیو امنیتي تدابیر ټینګوي.

امریکا دغه خبره وروسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې د کاناډا پارلمان پر ودانۍ برید وشو او په پایله کې یې یو سرتېری په ډزو ووژل شو.

د دغه هېواد د کورني امنیت وزیر جه جانسون ویلي، دغه ګام یې د ترهګریزو ډلو له هغو ګواښونو وروسته د احتیاط په توګه پورته کړی، چې پر امریکا باندې یې د بریدونو ګوتڅنډنه کړې.

نوموړي وویل:

"د نړۍ دغو پیښو ته په کتنې سره موږ باید هوښیار ووسو"

ښاغلي جانسون ونه ویل، چې د فدرال له ۹۵۰۰ مرکزونو څخه به څو مرکزونه کلک امنیتي تدابیر ولري.

د کاناډا په برید د ۲۴ کلن سرتیري د وژلو په مراسمو کې د کاناډا لومړي وزیر سټیون هارپر وویل دی هیله لري چې د ده په د دې سوزونکي غم زغم پیدا کړو.

دغه سرتیری د پیښې پر وخت د پارلمان ودانۍ په شاوخوا کې ګرځیده چې مایکل زهاف بیبو پرې برید وکړ.

برید کوونکی پارلمان ته دننه شو او ډزې یې پیل کړې په دې وخت کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

د کاناډا چارواکي وایي، هغه سخت دریځۍ ته هڅول شوی و او سره له دې چې اسلامي سخت دریځو سره یې کومه اړیکه نه درلوده خو عقیدتي او سیاسي انګیزه یې درلوده.

ورته مطالب