ندا تونس سېکولر ګوند د تونس ټاکنې ګټلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په تونس کې چې د عرب پسرلي ټاټوبى بلل کېږي د ٢٠١١م کال له پاڅون وروسته، دويمې پارلماني ټاکنې دي

په تونس کې د پارلماني ټاکنو رسمي اعلان شوې پايلې د ندا تونس سېکولر يا په دين نه ولاړ ګوند د بري پخلى کوي چې له وار له مخه يې وړاندوينه کېده.

د نهضت اسلامپالى گوند چې په تېر پارلمان کې يې تر ټولو ډېرې چوکۍ درلودې او د واکمن اېتلاف مشري يې کوله له ندا تونس گوند څخه یې د يوۀ پراخ بنسټه حکومت جوړولو غوښتنه کړې ده.

دا په تونس کې چې د عرب پسرلي ټاټوبى بلل کېږي د ٢٠١١م کال له پاڅون وروسته، دويمې پارلماني ټاکنې دي.

شاوخوا پنځه ميليونه تونسيان د رايې ورکولو له شرايطو سره برابر دي.

سېکولرانو د تونس د پارلمان له ٢١٧ څوکيو نه ٨٥ خپلې کړي او د يوۀ اېتلافي حکومت جوړولو ته اړ دي.

د چارو څارونکي وايي دوى ښايي د نهضت اسلامپالي گوند ته چې په پارلمان کې ٦٩ څوکۍ لري په اېتلافي حکومت کې د شامليدو وړانديز وکړي.

ولسواکۍ ته د تونس لېږد چې په منځني ختيځ کې يې يو لړ پاڅونونو ته لاره پرانيسته، په سيمه کې تر ټولو بريالى لېږد بلل کېړي.

دغه هېواد وتوانېد چې د خپلو گاونډيانو په پرتله د تاوتريخوالي، تربگنۍ او وينې توېدنې له خورا ټيټې کچې سره په دغه هېواد کې ولسواک نظام ټينگ کړي.

خو سره له دې هر څه بیا هم تونس د اورپکو له گواښ سره مخ دی خو د دغه گواښ کچه ډېره ټيټه ده.

ورته مطالب