د زامبیا ولسمشر ومړ

Image caption د زامبیا ولسمشر څو ورځې وروسته له هغې مړ کېږي چې د زامبیا ولس له بریتانیا د خپلواکۍ ۵۰مه کلیزه ولمانځله

د زامبیا ولسمشر مایکل ساټا د لندن په یوه روغتون کې د ۷۷ کلنۍ په عمر ومړ.

د زامبیا له حکومته په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي چې ښاغلی ساټا ناروغ و او د لندن په کېنګ اېډورډ روغتون کې یې درملنه کېده.

که څه هم دا نه ده ښکاره چې نوموړی د څه شي په ناروغۍ اخته و خو په وینا پاڼه کې زیاته شوې چې د سې شنبې ماښام د زړه ټکان زیاتېدو له امله نوموړی مړ شوی.

د زامبیا حکومت ویلي لا تر اوسه په ډاګه نه ده چې د ښاغلي ساټا ځای ناستی به څوک وي.

نن د چهارشنبې (۲۹ اکتوبر) په ورځ به د زامبیا د کابینې غړي سره راټول شي چې مالومه کړي څوک به د زامبیا ولسمشر وټاکل شي.

د زامبیا حکومت د کابینې مشر رولاند مېسېسکا دولتي ټلویزیون له لارې په خپله وینا کې وویل

"ډیر په خواشینۍ باید ووایم چې زموږ ګران ولسمشر له دې نړۍ سترګې پټې کړي، زه له تاسو ټولو غواړم چې په دې سخت وخت کې له صبر او زغم نه کار واخلئ"

د زامبیا ولسمشر څو ورځې وروسته له هغې مړ کېږي چې د زامبیا ولس له بریتانیا د خپلواکۍ ۵۰مه کلیزه ولمانځله.

نوموړی له لیوي مواناواسا وروسته دوهم ولسمشر دی چې د دندې پر مهال مري.

تېره میاشت داسې اوازې وې چې ولسمشر ساټا سخت ناروغ دی او له هېواده بهر درملنۍ ته تللی دی.

ورته مطالب