اسټرالیا د محمد علي د وژل کیدو د خبر څېړنه کوي

د انځور حقوق b
Image caption استراليا حکومت له دې مخکې د نوموړي د نيولو امر کړى و

د استراليا حکومت وايي، هڅه کوي معلومه کړي، چې سوريې کې د دغه هېواد يو وګړى، چې د داعش ډلې لوړپوړى غړى بلل کېږي، رښتيا وژل شوى که نه.

داسې باور کېږي، چې محمد علي بريالي نومي دغه استراليايي په منځني ختيځ کې د داعش ډلې لپاره نور ګڼ شمېر استراليايان ګومارلي دي.

دغه راز پر نوموړي داسې تورونه هم وو، چې ګواکې سډني کې يې د ' احتجاجي وژنو ' پلان جوړ کړي و.

د بهرنيو چارو وزيره جولې بشپ وايي، حکومت هڅه کوي د دغو رپوټونو په اړه کره معلومات تر لاسه کړي.

نوموړې کينېبرا کې خبريالانو ته وويل:"زه اوسمهال دا نه شم تاييدولاي".

د رپوټونو له مخې بريالي د داعش لپاره د ترکيې او سوريې تر منځ د پولې سيمې کې کار کاوه او له هغه ځايه يې د جنګيالو سوريې ته ننوتو کې مرسته کوله.

د چهارشنبې په ورځ استراليايي رسنيو رپوټونو کې ويل شوي، چې د محمدعلي بريالي يوه ملګري، چې اوس سوريې کې دي، د پنجشنبې په شپه پر فېسبوک پانه ليکلي، چې نوموړی 'جهادي' وژل شوى دى.

رپوټونو کې د ياد فېسبوک پيغام متن ليکل شوى، چې وايي:" همدا اوس مې خبر تر لاسه کړ، چې زموږ ګران ورور محمد علي، چې استراليايي رسنيو دا وروستيو کې ډېر غندلى دى، په شهادت رسېدلي".

استراليا حکومت له دې مخکې د نوموړي د نيولو امر کړى و.

د انځور حقوق b
Image caption جولې بشپ وايي، حکومت هڅه کوي د دغو رپوټونو په اړه کره معلومات تر لاسه کړي

د مېرمن بشپ په وينا که دغه رپوټونه رښتيا واوسي وايي، حکومت به د هغو معلوماتو راټولولو کې 'سختي' وکړي، چې محمدعلي بريالي له هېواده بهر چېرې و، چا سره اړيکی کې و او چا ته يې ټلفونونه کړي دي.

تېره مياشت د استراليا سډني او برسبين کې تر ټولو لوی ترهګرۍ ضد عمليات تر سره شول، چې وايي، د نوموړي يوې ټليفوني اړيکي له پېژندل کېدو وروسته تر سره شوي دي.

ويل کېږي، بريالي چې په سډني کې له وخته وروسته ممثل و، استراليا کې يې د داعش خواخوږي لمسولی و، چې په تصادفي ډول د خلکو يوه ټاکل شوي استازي سر پرې کړي.

ورته مطالب