نیلوفر توپان: کراچۍ او شاوخوا کې بېړنیز حالت

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کراچۍ ساحل ته په تلو بندیز لګول شوی

په عرب سمندر کې پورته شوی سمندري توپان لا هم د پاکستان ساحلي سیمو ته نه دی رسېدلی، خو پاکستاني چارواکو د احتیاطي تدبیر په توګه کراچۍ او د بلوچستان ساحلي سیمو کې بېړنیز حالت اعلان کړی.

د پاکستان هوا پېژندنې ادارې په وینا دغه سمندري توپان دا مهال له کراچۍ نه ۸۰۰ کیلومترۍ کې او له ګوادر نه په ۶۶۰ کیلومترۍ کې موجود دی.

چارواکي وايي داسې احتمال شته، چې د پاکستان ساحلونو ته له رسېدو مخکې د توپان زور تر ۵۰ سلنې پورې لږ شي.

د سند ایالتي اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن په وینا د احتیاطي تدبیر په توګه به د پنجشنبې په ورځ کراچۍ کې ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې تړلې وي.

د نوموړي په وینا حکومتي ادارې د تیارسئ حالت کې دي، روغتونونو کې بېړنیز حالت نافذ دی او ساحل کې د خلکو په ګڼې ګوڼې بندیز لګول شوی دی.

د نوموړي په وینا ولس ته ویل شوي چې له ساحلونو لرې و اوسي او دغه راز کب نیونکو ته هم لارښوونه شوې، چې باید سمندر ته له کوزېدو ډډه وکړي. نوموړي وویل:

' له تاسې نه غوښتنه کوو، چې د کراچۍ ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکي سمندري ساحلونو ته له تلو ډډه وکړئ.'