سریلانکا کې ځمکښوېدنه، د لسګونو کسانو وژل کېدو وېره

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښوېدلې غونډۍ شاوخوا ځمکه د اوسنیو پشکال بارانونو له کبله هم زیانمنه شوې اماراویرا

سریلانکا کې مرستندویه کارکونکو د چایو یوې کروندې کې د ځمکښوېدنې پېښې کې د ژوندي پاتې کسانو موندلو لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

داسې وېره څرګندیږي، چې دغه پېښه کې له سلو ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي. پوځي چارواکو اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، پنځه ایکسکیوټرونه ( کېندونکي ماشینونه ) له لومړۍ لمر څړیکې سره سم له مرستندویانو سره یو ځای شول.

چارواکو وار له مخه خبرداری ورکړی، چې د ژوندي پاتې کسانو موندلو احتمال لږ دی. تر اوسه کره معلومات نه شته، چې څومره کسان تر خاورو خځلو لاندې شوي دي.

له پلازمېنې کولمبو نه نژدې ۲۰۰ کیلومتره ختیځ کې د میریا بیدا چایو کروندې کې د چهارشنبې په ګهیځ د خاورینې غونډۍ ښوېدو له کبله دغه پېښه رامنځته شوه.

کولمبو کې میرر ورځپاڼې ته ځايي وزیرانو ویلي، چې ۱۵۰ کسان تر خاورو خځلو لاندې شوي دي، خو د ایسلنډ نومي ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، چې نژدې ۲۵۰ کسان دغه پېښه کې ژوندي تر خاورو لاندې شوي دي.

بل لور ته د بحراني مرستو وزیر مهیندا اماراویرا، سیمې ته د چهارشنبې په ورځ له سفره وروسته اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې ټولټال نژدې ۱۰۰ کسان بې درکه دي.

د نوموړي په وینا ډېری هغه چې بې درکه بلل کېدل وروسته په ښوونځي او یا کارځایونو کې وموندل شول.

خبریالان وايي، د بې درکه کسانو کره شمېرې معلومول ځکه ګران دي، چې هغه ثبت ریکارډ، چې د کلیوالو په اړه معلومات پکې لیکل شوي وو، له منځه تللی. د ښاغلي اماراویرا په وینا د ښوېدلې غونډۍ شاوخوا ځمکه د اوسنیو پشکال بارانونو له کبله هم زیانمنه شوې وه.