هند: د چارواکو په لومړۍ درجه هوايي سفر بندیز ولګېد

د انځور حقوق AFP
Image caption لومړي وزیر نرېندرا مودي د کاري ځواک لپاره د کارموندنې فرصتونو چمتو کولو ژمنه کړې

هند کې حکومت د سپما سختو اقداماتو لړ کې پر بیوروکراتانو بندیز لګولی، چې لومړی درجه هوايي سفر نه شي کولای، پنځه ستوریزو هوټلونو کې به غونډې نه کوي او ګاډي به نه رانیسي.

دغه چاره د کورني ناخالص عاید ۴ اعشاریه یو سلنه سخت مالي هدف تر لاسه کولو په موخه ترسره کېږي.

د هند اقتصادي وده د ۲۰۱۳ – ۱۴ کلونو مودې کې ۴ اعشاریه اووه سلنه وه، چې دا یوه سوکه کچه بلله کېږي. د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند، بي جې پي تېرو ټاکنو کې د اقتصاد ښه کولو له ژمنو سره بریا ته ورسېد.

له دې مخکې د کانګریس ګوند په مشرۍ حکومت ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې ورته اقدامات کړي وو او غوښتل یې د بودیجې کسر کم کړي.

د هند اقتصاد وزارت په هغه اعلامیه کې چې پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس یې اقتباس خپور کړی، ویل شوي، چې د سپما وروستي اقدامات، د حکومت اجراییي مسوولیتونو ته له زیان اوښتو پرته د مالي نظم رامنځته کولو لپاره ترسره شوي دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې نوې دندې نه ورکول کېږي او د نویو ګاډو په رانیولو تر ډېره بریده ندیز لګول شوی.

دغه راز له چارواکو غوښتل شوي، چې د امکان تر بریده د غونډو لپاره له ویډیويي کنفرانسونو ګټه واخلي. حکومت غواړي د ۲۰۱۵- ۱۶ اوږدو کې مالي کسر درې اعشاریه شپږ سلنې ته ټیټ کړي او دغه راز د ۲۰۱۶- ۱۷ کلونو مودې کې دغه کسر درې سلنې ته ورسوي.

ښاغلي مودې مې میاشتې ټاکنو کې د یو میلیون کسانو لپاره، چې هره میاشت د هند کاري ځوک کې زیاتیږۍ، د کارموندنې فرصتونو زیاتولو او اقتصادي ودې رامنځته کولو له ژمنو سره غوڅ اکثریت تر لاسه کړ.