ایبولا ځپلو سیمو سره مرستې ته څلور میلیونه پاونډه

د انځور حقوق epa
Image caption ایبولا ناروغۍ د روان کال له پیل راهیسې په دې سیمه کې کابو پینځه زره کسان وژلي

د لوېدیځې افریقا د ایبولا ځپلو خلکو د مرستې لپاره په برتانیې کې د مرستو راټولولو یو عام کمپاین پیل شوی، چې د تنظیموونکو په وینا، په لومړیو دوو ورځو کې یې څلور میلیونه پاونډه تر لاسه کړي دي.

دغې ناروغۍ په یادې شوې سیمې کې په روان کال کې کابو پینځه زره کسان وژلي دي. ګلستان شینواری یې په اړه خپل رپوټ کې کاږي، چې د برتانیې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ ټولنې چارواکو ویلي، چې که څه هم د لویدیځې افریقا د ایبولا ځپلو وګړو د ملاتړ لپاره یې له عامو خلکو د مرستو راټولولو چارې یوازې دوه ورځې وړاندې پیل کړې، په دغه بهیر کې په ور څرګند شوي سخاوت ډېر خوښ دي.

تمه ده چې د دغو مرستو کچه ډېره ژر پینځو میلیونو پاونډو ته ورسي، چې بیا به ورسره د برتانیې حکومت هم همدومره پیسې یو ځای کوي او په لوېدیځې افریقا کې به یې د کړېدلو خلکو د مرستې لپاره استوي.

ایبولا ناروغۍ د روان کال له پیل راهیسې په دې سیمه کې کابو پینځه زره کسان وژلي او په دغې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېر تر دیارلس زرو هم پورته ښوول شوی دی.

په برتانیې کې دغه وروستۍ مرستې له هغې وروسته زیاتې شوې، چې د ټولیزو رسنیو له لارې په دې اړه له خلکو د لاسنیوي غوښتنه وشوه.

دا لومړی ځل دی چې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې بېړنۍ ټولنې د یوې ناروغۍ د مخنیوي لپاره له عامو خلکو د دا ډول مرستو غوښتنه کړې ده.

د دغې ټولنې چارواکو د برتانیې له حکومته له دې کبله مننه کړې، چې له عامو خلکو نه د راټولو شویو پیسو په کچه د حکومتي مرستې ژمنه یې هم کړې ده.

دغې ټولنې ویلي، له همدې امله باید خلک وهڅول شي، چې ژر تر ژره د دغو مرستو کچه یو میلیون پاونډه نوره هم زیاته کړي.

کله چې پینځو میلیونو ته ورسي، حکومت به هم پینځه میلونه پاونډه ورسره یو ځای کړي او دغه لس میلونه پاونډه به بیا په یوځايي ډول د لوېدیځې افریقا د ایبولا ځپلو سیمو په مرستو ولګول شي.