اوکراین کې بیلتون پالي ناندریزې ټاکنې تر سره کوي

د انځور حقوق Other
Image caption د دونیڅک سیمې ټاکنو کمېسیون مشر وايي، دغه ټاکنې 'واک ته د مشروعیت' ورکولو لپاره مهمې دي

ختیځ اوکراین کې روسیې پلوه بېلتون پالي د هغو ټاکنو لپاره چمتووالی کوي، چې لوېدېځوال یې نامشروع بولي.

دونیڅک او لوهانسک سیمو کې، چې په خپل سر جمهوریتونه بلل شوي پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې تر سره کېږي.

اوکراین، امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې ویلي، دوی به دغه ټاکنې و نه مني، چې وايي روسیه یې ملاتړ کوي.

بل لور ته سیمه کې د دوه اړخیزو نښتو پر مهال د جمعې په ورځ لږ تر لږه اووه کسه اوکرایني پوځیان ووژل شول.

د لوهانسک او دونیڅک سیمې له میاشتو جګړې وروسته د بیلتون پالو لاس ته ورغلل.

دغه جګړه سپتامبر کې د مینڅک اوربند جوړجاړي له لارې پای ته ورسېده.

یاغي مشران وايي، دوی د خپلواکو سیمو په حیث د اوکرایني قوانینو پلي کولو ته اړ نه دي او له همدې کبله یې وايي، تېره اونۍ د اوکراین ټاکنو کې برخه وا نه خیسته.

دوی وايي د ټاکنو لپاره د رایو درې میلیونه پاڼې چاپ شوې دي، چې وايي په مستقیمه توګه به د ولسمشر او پارلمان ټاکنې لپاره وکاروول شي.

د دونیڅک سیمې ټاکنو کمېسیون مشر رومان لېیاګین، اې ایف پي خبري اژانس ته وویل:

' دغه ټاکنې زموږ لپاره خورا مهمې دي، ځکه دا به زموږ واکمني ته قانوني بڼه ورکړي او د کیېف او موږ تر منځ به نور واټن رامنځته کړي.'

د امریکا متحدو ایالتونو خواشیني

خو لوېدېځو مشرانو او کيېف کې وزیرانو ویلي، دغه سیمې باید اوربند ته درناوی وکړي، چې وايي له روسیې سره پرې هوکړه شوې او دسامبر میاشت کې د اوکرایني قانون له مخي ټاکنې کوي.

د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي:

'موږ د اوکراین ځینو برخو کې د پیلتون خوښو د هغه نیت په اړه خواښیني یو، چې غواړي د یکشنبې په ورځ غیر مشروع او تش په نامه ځايي ټاکنې تر سره کړي.'

د انځور حقوق AFP
Image caption د دونیڅک سیمې سرپرست مشر الیکسندر زخارچینکو د سیمې ولسمشر بلل کېږي

خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په خبره:

'د مینڅک هوکړه، د اوکراین پلانونو سره د ټاکنو همغږۍ په اړه ده، نه د بهیر په اړه. '

په پراخه کچه داسې ویل کېږي، چې د دونیڅک سیمې سرپرست مشر الیکسندر زخارچینکو به د سیمې ولسمشر شي. په ورته مهال روسي رسنۍ داسې تبلیغات کوي، چې ګواکې ایګور پلوتنیڅکي به د لوهانسک بریالی وي.

خو ټاکنې د اوکراین په ختیځ کې د روان تاوتریخوالي په منځ کې ترسره کېږي. د اوکراین پوځ یوه وباند ویلي، د دغو سیمو لر او بر کې د ۲۴ ساعته نښتو ترڅ کې اووه اوکرایني پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

اپریل میاشت کې له هغه راهیسې، چې وسله والو بیلتون خوښو دونیڅک او لوهانسک کې دولتي ودانۍ ونیوې، تاوتریخوالي پېښو کې لږ تر لږه ۳۷۰۰ کسان وژل شوي دي.