مایکروسافټ نور وېنډوز ۷ او ۸ نه پلوري

د انځور حقوق PA
Image caption د مایکروسافټ وېنډوز نوې بڼه، وېنډوز ۱۰ به راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي

د امریکا د ټکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ رسما د وېنډوز ۷ او ۸ پر پلور بندیز ولګاوه.

دوی اعلان کړی چې وروسته له دې هېڅ پلورنځۍ به د دوی د وېنډوز (چلیز سېسټم) پخوانۍ بڼې ۷ او ۸ ونه شي پلورلی.

دوی غواړي چې د وېنډوز نوې بڼې خپلو پېرېدونکو ته وړاندې کړي.

د وېنډوز ۷ او ۸ د پلور بندېدا لپاره نېټه له وړاندې ټاکل شوې وه.

ځینې شمېرې هم ښیې چې په نړۍ کې خلک اوس د وېنډوز د ځینو پخوانیو بڼو له کارولو لاس اخلي او پر ځای یې نوې بڼې کاروي.

د مایکروسافټ وېنډوز نوې بڼه، وېنډوز ۱۰ به راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي.

هغه کمپیوټرونه چې د وېنډوز ۷ یا ۸ بڼه په کې ثبت ده د وېنډوز په ۸.۱ بڼې به واوړي.

پېرېدونکي به له دې وروسته ونه شي کړای د مایکروسافټ وېنډوز ۷ یا ۸ بڼې مخامخ له مایکروسافټ او یا هم پر انلاین واخلي او پر مشتریانو یې وپلوري.

د وېنډوز ۸ اصلي بڼه ډېره مشهوره نه وه ځکه چې مایکروسافټ ترې د سټارټ مینو تکمې په ګډون ځینې نور اسانتیاوې هم لرې کړې وې.

د ټکنالوژۍ د برخې شنونکي وايي چې د وېنډوز ۷ بڼه د کمپیوټر کاروونکو تر منځ ډیره مشهوره ده او په ټوله نړۍ که ۵۷ سلنه خلک وېنډوز ۷ کاروي.

وېنډوز ۸ یوازې ۶ سلنه مارکېټ خپل کړی.

ورته مطالب