د واګا پر پوله د تشریفاتي ګارد مراسم روان دي

د انځور حقوق AFP

د تیرې ورځې له خونړي ځانمرګي برید سربېره چې د لسګونو کسانو د مرک لامل شو پاکستان او هند د واګا پر پوله د تشریفاتې ګارد او بیرغ بدلولو مراسم نه دي ځنډولي.

تر دې وړاندې هندي چارواکو ویلي وو، چې پوله ساتو امنیتي ځواکونو د پاکستان په غوښتنه په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو ته د درناوي په تړاو دغه مراسم تر درو ورځو ځنډولي دي.

خو وروسته بیا دواړه هېوادونه پر دې سلا شول چې ورځني مراسم دې په عادي ډول ترسره شي.

د دغو دوو هیوادونو پوله ساتي سرتیري دغه مراسم هر کال ترسره کوي او د پولې دواړو غاړو ډيری خلک یې نندارې ته راځي.

د پاکستان په خاوره کې سرحدي سیمې ته څېرمه تیره ورځ د پلټنې د پوستو سره بمي چاودنه وشوه چې له کبله یې له ۵۰ ډېر کسان ووژل.

د انځور حقوق BBC World Service

د پاکستاني طالبانو له ډلې څخه بېلې شوې ډلې جند الله او جماعت الاحرار د دغه برید پړه منلې.

د هند لومړي وزیر نارندرا مودي دغه برید ،ترهګریز، وباله. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف او د پاکستان نورو لوړ پوړو چارواکو هم دغه برید غندلی.

هند پخوا پاکستان په دې تورن کړی و چې په سیمه کې له جهادي ډلو مالي ملاتړ کوي.

په لاهور کې د بي بي سي خبریال په وینا، هره ورځ له دغې سرحدي سیمې 'واګا' لسګونه کسان د پاکستان یا هند خاورې ته تګ او راتګ کوي.

ورته مطالب